اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) د مسلم ليګ ﴿ن?? لارښود چوهدري ن??ار علي خان وياند د چوهدري ن??ار په كور د مظاهرچيانو د بريد او هغه په بكتر بند ګا??ي كښې محفوظ مقام ته د متنقل كولو په اړه د مېډيا د ځينې حلقو او په خاص توګه په سوشل مېډيا د خبرونو وضاحت كولو سره وئيلي دي چې د تېرې يوې اونې راهسې د تګ راتګ ستو??زو له امله چوهدري ن??ار علي خان په اسلام آباد كښې مېشته دے ځكه د هغه په بكتر بند ګا??ي كښې د منتقل كولو په خبر كښې هېڅ صداقت نشته۔ وياند ووئيل چې تېره ورځ د ځينې شرخوښو عناصرو لخوا د هغه په كور د بريد كولو هڅه شوې په كومه كښې چې مركزي دروازې او د كور دېوال ته زيان رسېدلې خو د كور په امنيت مامور ځوانانو د فرض شناسې او بهادرې څرګندونه كولو سره د شرخوښو دا هڅه شنډه كړې۔ د چوهدري ن??ار علي خان د خېريت پوښتنې لپاره د ترلاسه شويو ټېليفونونو په اړه وياند ووئيل چې چوهدري ن??ار د ټولو خېرخوا مننه كړې۔