اسلام آباد ۔ 5 دسمبر (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ ٬ اصلاحات او داخله چارو وفاقي وزير احسن ??قب??ل وئيلي دي شخصي څانګه دې د سي پېك تر سېوري لاندې پرمختګ تندولو ٬ غېر ملكي سرمايه كار راغب كولو او په ګډه منصوبې پېل كولو له خپل كردار ترسره كړي۔ نننې پاكستان د كال 2013ﺀ پاكستان څخه زيات ښه دے?? سي پېك سره د پاكستان د توارن ستونزه هواره شوې۔ هېواد څخه ترهګري ختمه كړې شوې۔ پاكستان د معاشي پرمختګ په لاره روان دے او تر كال 2030ء به پاكستان په 20 لوي?? معيشتونو كښې شامل شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د اېس ډي پي آئي تر سېوري لاندې پائيدار پرمختګ په اړه كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل تاجران دې د سي پېك تر سېوري لاندې كاروباري موقعو كښې سرمايه كاري وكړي۔ د صنعتونو بنيادي اډانې بايد غوره كړې شي او وېليو اېډډ صنعت ته دې پام وګرځولې شي چې ورسره به په نړيوال معيشت كښې د مقابلې كولو پلېټ فارم ترلاسه شي۔ ده ووئيل د نن پاكستان د كال 2013 پاكستان څخه ډېر ښه دے۔ دغه مهال معيشت مخ په ښكته روان ؤ٬ ځائي صنعتونه بند پراته وو۔ 18 څخه تر 20 ساعتو لوډشېډنګ كېدلو۔ده ووئېل سي پېك سره د پاكستان د توان ستونزه لرې شوې او ټرانسپ??رټ انفراسټركچر كښې هم ښه والې راغلې۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان د پرمختګ په لاره روان دے اور تر 2030 به 20 لوي?? معيشتونو كښې شامل شي۔ ده ووئيل دا مهال هېواد كښې د نمو شرح د تېرو 10 كلونو تر ټولو په لوړه كچه ده كومه چې 5.3 فیصد ده او كه صورتحال دغسې مرستيال ثابت شو نو د سږ كال تر پايې به شرح نمو 6 فيصده څخه زياته شي۔ ده ووئيل د ډبلیو بی سی په ډول ادارو هم اعتراف كړې چې كه د پاكستان د معاشي پرمختګ رفتار دغسې پاتې شو نو پاكستان به په لوي?? معيشتونو كښې شامل شي۔ ده ووئيل په قامي ګرډ سسټم كښې 7 زره مېګاواټ برېښنا شامله كړې شوې۔ په كال 2018ء كښې به 2500 څخه تر 3000 مېګاواټ برېښنا قامي ګرډ كښې شامله كړې شي۔ داخله وزير ووئيل مونږ هېواد څخه ترهګري خاتمه كړې۔ احسن ??قب??ل ووئيل د برېښنا او ګاز په ستونزه مو قابو موندلې ا?? معاشي اشاريې په سم لوري روانې دي