حویلۍ/ هري پور 20 دسمبر(اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د پوځ سرلښكر پارلمان ته بريفنګ خوشبينه دے٬ عسكري او سول قيادت په ګډه د ترهګرۍ مقابله كوي٬ د آخري ترهګر تر خاتمې به جنګ دوام داره و??٬ عمران خان د ن??از شریف د انصاف د تحریك چلولو د بيا?? نه پس په سړكونو د څاوتو چې كومه خبره كوي ھغه اړې ګړې خپرول غواړي او د پرمختګ د عمل لاره نيول غواړي٬ د ن??از شریف تحریك د ادارو او د عدلیې استحكام لپاره دے٬ په پاك چين اقتصادي لاره كار په تندۍ سره روان دے٬ د حوېلو او تهاكوټ موټروے پرانسته به ډېر زر وشي۔ داخله وزير احسن اقبال دا خبرې د شورو په ورځ د حوېلو او تهاكوټ د موټروے د پرمختيائي كارونو د جاج اخستو نه پس ميډيا سره خپلو خبرو كښې وكړې۔ ده و??ئيل د فېض آباد دهرنا يوه ېرونكے خوب ٶ٬ ترهه ګرو او سازشي عناصرو غوښتل چې هېواد كښې فرقه وارانه فساداتو له هوا وركړې خو عسكري او سول قيادت د تدبر نه كار واخست او دا سازشونه ئې ناكامه كړل۔ ده و??ئيل زه ټول قام له مباركي وركوم چې په پاك چين اقتصادي لاره كار په تندۍ سره روان دے٬ د حوېلو تهاكوټ د موټروے پرانسته به ډېره زر وشي د دې برخې بشپړېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه ملګرتيا نوره هم قوي ٬ مستحكمه او ژوره شي۔ ده و??ئيل د سي پېك روټ په لويديزه برخه د ډېراسماعيل خا?? نه تر هكله سترې لارې په تندۍ سره جوړولې شي٬ په دې سيمو كښې د سترو لارو د منصوبو مقصد د پاتې سيمو اولس د پرمختګ كړو سيمو برابرول دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده و??ئيل عمران خان د ن??از شریف د انصاف د تحریك چلولو د بيا?? نه پس په سړكونو د راتللو چې كومه خبره كوي ھغه اړې ګړې خپرول غواړي او د پرمختګ د عمل لاره نيول غواړي٬ د ن??از شریف تحریك د ادارو او د عدلیې استحكام لپاره دے۔ ده و??ئيل د نواز شریف بیان د عمران خان د سوچ نه دوه قدمه وړاندې دے۔ ده و??ئيل د مولوي تمیز الدین او ذوالفقار علی بھټو نه تر اوسه د عدالتونو په پرېكړو بحث كېږي٬ نواز شریف غواړي چې عدليې ته استحكام ترلاسه و??٬ دې لپاره مونږ له اعلیٰ عدالتی نظام وضع كول دي٬ چرته چې د انصاف پرېكړې او معيار متازعه شي نو بيا ټولنه يو ځائ كول ګرانه شي ٬ ده و??ئېل عدالت او د احتساب نظام سمولو پاره بايد په ګډه كار وكړې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده و??ئيل د فېض آباد دهرنا ختمه شوه او بله ورځ په اسلام آباد كښې د ترهه ګرۍ برېد وشو او مونږ د لوے تباهۍ نه بچ شو۔ ده و??ئيل ما ته د پوهتنون يو وائس چانسلر ووئيل چې دهرنا كوٶنكو ته و??ائي چې د خدائے نه وېرېږې ٬ دهرنو څخه د پوهنتونونو ماحول هم خرابېږي٬ ده و??ئېل مونږ له به صلاحيت لرونكې ځوانان پېدا كول وي٬ هېواد مخ په وړاندې بوتلل دي٬ د ن??رو معيشتونو مقابله كول دي۔ ده و??ئيل مونږ قوي او سپېځلې نظام جوړول غواړو چې څوك ورته ګوتې نشي نيولې