اسلام آباد 25 دسمبر (اے پی پی) د موسمياتي بدلون وفاقي و??ير سناتور مشاهدالله خان وئيلي دي چې پاكستان د ډېرو قربانيو په نتيجه كښې جوړ شوے٬ پاكستان لپاره د هند د لكونو په شمېر مسلمانانو خپل ژوند قربان كړې٬ د پاكستان جوړېدو په مهال مېئندو خوئېندو كوهيانو ته دانګلو سره خپل عزتونه بچ كړي دي٬ پاكستان يو نظرياتي هېواد دے او حفاظت ئې زمونږ د ټولو ذمه واري ده۔ ده دا خبرې د قائداعظم ورځې موقع د لوك ورثه تر سيوري لاندې د فېډرل ډ??ئر??كټورېټ په مرسته د قائداعظم ورځې په لړ كښې جوړې شوې دستورې ته د وېنا كولو په مهال او خبريالانو سره په خبرو كښې وكړې۔ په دې موقع د لوك ورثه اېګزېكټو ډ??ئر??كټره فوزيه سعيد او د بېلا بېلو پوهنتونونو او كالجونو زده كوونكي په لويه شمېره موجود وو۔ وفاقي و??ير د دستورې په مهال د ګډون زده كوونكو د فن د مظاهرې ستائنه وكړه او وې وئيل چې پاكستان ډېر مهم هېواد دے٬ كوم چې د يو نيم سل هېوادونو نه څو درجې بهتر دے۔ ده ووئيل چې پاكستان پرمختګ كوونكې هېواد دے خو ورسره اټومي طاقت دے٬ دلته بشري حقونه ساتل كېږي٬ پارلمان او مېډيا آزادي لري۔ ده ووئيل چې د پاكستان معيشت په تندې سره پرمختګ كوي او د تېرو څلورو كلونو په مهال معيشت ښه شوے۔ ده ووئيل چې زمونږ په هېواد كښې هېڅ كمې نش??ه ځكه بايد مونږ په خپل هېواد فخر وك??و۔ وفاقي و??ير د لوك ورثه مشرې فوزيه سعيد او د هغې ډلې ته په جشن جوړولو مباركي و??كړه۔ دستورې ته د لوك ورثه مشرې فوزيه سعيد هم وېنا وكړه۔