اسلام آباد 09 مارچ(اے پي پي) د س??نېټ چيئرمېن ميا رضا رباني وئېلي دي د ادارو ترمينځه خبرې اترې د وړاندې تللو يواځنۍ لار ده٬بايد هره يوه اداره په خپلو آئيني حد دننه كار وكړي٬د ادارو ترمينځه د ډائيلاګ په اړه زما رولنګ د س??نېټ آمانت دے٬كه د مارچ په 12مه نېټھ مې سوګند واخست او ايوان كښ?? پاتې شوم نو په دستاويزي صورت به يې سېنېټ ته وړاندې كوم٬بايد مونږ خپلې غلطۍ او كوتاهۍ هم په نظر كښ?? وساتو٬پارلمان په خپله سپيس وركړې٬ځكه چې د پارلمان ماتول٬معطل كول او بحالول قبول كړې شوي او په دې موده كښ?? په منظور شوو قوانينو ټاپې لګولې شوي ٬د پارلمان سرلوړۍ لپاره بايد د آئين دفعه 89 ختمه كړې شي چې له مخې يې آرډيننس جاري كولې شي ٬ بايد ټوله قانون سازي د پارلمان د لارې وشي٬ټولو سياسي ګوندونو د انتخابي اصلاحاتو په كمېټۍ كښ?? د س??نېټ غړو ټاكنې لپاره په بېلټ پېپر د غړي د نوم ليكلو تجويز رد كړې٬ډائرېكټ اليكشن د مسئلې حل نه دے٬هيله ده چې راتلونكې چيئرمېن به زما د درېو مهمو رولنګز معاملې ته وګوري۔د جمعې په ورځ د س??نېټ په غونډه كښ?? الوداعي وېنا كولو سره د س??نېټ چيئرمېن ووئيل ده په كال 2015م كښ?? د مارچ په 12مه نېټھ د دې چوكۍ سوګند ما اخستې ؤ نو هغه وخت وړومبې څيز مو چې كوم ايوان ته وړاندې كړې ؤ هغه د خپلو اثاثو حساب ؤ او لوظ مو كړې ؤ چې كله چوكۍ پرېږدم نو خپلې اثاثې او لائبېلټيز به ايوان ته وړاندې كوم چې اولس او غړي يې جاج واخلې۔ دغسې د س??نېټ چيئرمېن د س??نېټ سېكتر ته امر وكړو چې د هغه د اثاثو تفصيل په ايوان كښ?? وړاندې كړي??ده ووئيل نن زه د سياسي كاركن په حېث چې په كوم مقام ولاړ يم په دې كښ?? د دوو مېرمنو لويې لاس دے٬يوه زما مور ده چې په دعاګانو يې دې ځاې ته رارسېدلې يم٬دوهمه زما سياسي مور شهيده بېنظيربهټو ده٬چوكۍ ځي راځي??ده ووئيل كوم اصول٬پېغام او ورثه چې زه يې د خپل ځان امين ګڼم هغه د شهيدې بېنظيربهټو دے۔د هغې دا اصول وو چې سر دې پرې شي خو د اصولو سودا دې ونه كړې شي٬د دې دريو كلونو نه زما هڅھ وه چې په اصولو٬آئين او د پارلمان په سرلوړۍ هېڅ سودا ونه شي او تاسو ته به ياد وي چې كله م?? د مننې وېنا كړې وه نو وئېلې مې وو چې په دې خبره به وياړ لرم چې زما نوم د نړۍ په هغو څو سپيكرانو كښ?? شامل شي د كومو چې د خپل بادشاه په وړاندې سر د تن نه لرې شو خو د پارلمان د سرلوړۍ سودا يې ونه كړه??ده ووئيل زه د حكومتي ډلې مشر راجه ظفرالحق او د نورو هم مننه كوم چې په هر قدم يې زمونږ ملاتړ وكړو او لارښونه يې زمونږ وكړه??ده ووئيل د ټولو پارلماني مشرانو مننه هم كوم چې په اجتماعي توګه مو دا ايوان وچلولو٬ما هڅه كړې چې په صوابديدي اختياراتو كښ?? ترميم وكړم او په عملي توګه م?? دا اختيارات هاؤس بزنس كمېتۍ ته منتقل كړل۔ رضا ربانې ووئېل د دريو كلونو نه دا ايوان په اجتماعي توګه چلول شوې٬ځكه ټول كرېډېټ صرف چيئرمېن ته نه د س??نېټ اجتماعي قيادت په غاړه دے٬ ده ووئېل زه بخښنه هم غواړم چې په دې چوكۍ مو څو ځله سختې خبرې هم كړی خو د هغې وجه دا چوكۍ نه وه٬زه دروېش سړې يم د ايوان په ښه ډول چلولو لپاره م?? داسې كړي٬د س??نېټ سېكتر هم مننه كوم چې زما يې مرسته كړی٬د ربيعه او د انور صاحب لويې كردار دے۔چيئرمېن د س??نېټ د يو يو افسر نوم اخستو سره د دوي مننه وكړه??ده د سي ډي اے د عملې هم مننه وكړه چې په لنډه موده كښ?? يې د جمهوريت يادګار او د دستور كوڅې كار ترسره كړو۔چيئرمېن د قامي ا سمبلۍ سپيكر او د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ هم مننه وكړه??ده د وزيراعظم او د كابينې د غړو هم مننه وكړه۔د س??نېټ چيئرمېن د غړو لخوا د باور په څرګندونه او مرسته د هغوي مننه وكړه