کراچی ۔ 18 دسمبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي كوئټه كښې ترهګري هېواد كښې د مذهبي همغږۍ د مېنځه وړلو ??ازش دے ??وم به چې د قام يو موټې كېدو سره ناكامه كړې شي۔ قام د ترهګرۍ ځپليو سره د يووالي څرګندونه كولو ??ره د يو والي ثبوت وركړې۔ ده دا خبره د ګل په ورځ كراچۍ كښې بقائي ميډيكل پوهنتون كښې كانووكېشن ته خطاب كښې وكړه۔ كانووكېشن ته د بقائي پوهنتون چيئرمېن زاهده بقائي هم خطاب وكړو۔ اولس مشر ووئيل د تېرو څو لسيزو څخه روان سياسي عدم استحكام او سيمه كښې د ترهګرۍ په سوب ټول هېواد او په توګه بلوچستان او كراچۍ بېلو مسئلو ??ره مخ پاتې شوې۔ ده ووئېل د هېواد پرمختګ او د اولس سوكالۍ له ضروري ده چې سياسي مشرتابه او نورې قامي ادارې په مسئلو قابو موندلو له خپل كردار ترسره كړي۔ ??ولس مشر ووئيل كوئټه كښې په چرچ په ترسره شوي بريد ټول هېواد خفه دے۔ دښمن مكارۍ سره داسې وخت ټاكلې چې كله مسيحي ورورولي د عيسی علېه السلام د زېږېدنې ورځ لمانځلو كښې مشغول وه۔ اولس مشر ووئيل ټول قام له به يو موټې كېدو سره د ترهګرو مقابله كول وي۔ ??ولس مشر ووئيل د ګران هېواد استحكام لپاره دې زلمي په قامي او نړيوالو چارو ژور نظر وساتي۔ ??ه ووئيل ميډيكل يوه څانګه نه بلكې د انسانيت د خذمت يو لويه ذريعه ده۔ اولس مشر ووئيل د ماديت زياتېدونكو اثراتو د طب په څانګه هم اغېز كړې چې سوب ئې د انسان زياتېدونكي حاجتونه او مصاريف كښې زياتوالې دې۔ اولس مشر په دې مهال وړاندېز وركړو چې په هر يو ميډيكل پوهنتون كښې دې د نرسنګ څانګه هم جوړه كړې شي۔ ??ولس مشر ووئيل د پوهنتونونو يوه ذمه واري دا هم ده چې هغه د تشخيص او درملنو په څانګو كښې څېړنې ته وده وركولو ??ره د ځائي چاپېرچل ترمخه ددې پوهان پېدا كړي۔ ??ولس مشر ووئيل زه غواړم چې زمونږ د ط??ي تعليم او څېړنې ادارې دې درملنو كښې آساني او سادګي پېدا كولو پلو پام وكړي۔ ??غسې چې كم آمدن لرونكې طبقې د پېچلې مرضونو درملنې آسانۍ سره وكړې شي۔ ??ولس مشر ووئيل په لړ كښې د نړۍ په نورو برخو كښې شوې څېړنې د ځائي چاپېرچل ترمخه كولو ??ره دا مقصد ترلاسه كېدې شي۔ ??ولس مشر ووئيل د سي پېك او يوه سيمه يوه لار په ډول د لويو منصوبو بشپړ كېدو څخه وروستو په پاكستاني زلمو لويه ذمه واري راځي چې هغوي ددې غوره موقعو څخه ګټه پورته كولو ??ره د هېواد خذمت وكړې شي۔ ?? دستورې په پايه كښې ممنون حسېن فارغ شويو طالبعلمانو ته سندونه وركړل۔