اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې د كرسمس بنيادي روح دا دے چې خوشحالې وويشل شي او ټول انسانيت سره مينه وكړې شي٬ د پ??كستان حكومت د مذهب٬ عقيدې او يقين نه پرته د ټولو وګړو مساوي او يو ډول آزادي مقدسه ګڼي٬ د كرسمس په موقع خپلو ټولو مسي??ي وروڼو ته مباركي وركوم۔ د كرسمس په موقع په خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل چې يسوع مسيح د ټولو انسانانو په نېك او پاك ژوند تېرولو كښې لارښونه كړې او دوي ته ئې وئيلي دي چې د خدائ نه رحمت طلب كړي۔ وزيراعظم په دې موقع د ترهګرې په ضد جنګ كښې د مسي??ي وروڼو قربانيو ته پېروينه وړاندې كړه۔ ده ووئيل چې يسوچ مسيح د امن٬ ورورولې او محبت تعليمات او خيالات ټول انسانيت لپاره دي۔ ده ووئيل چې مونږ يوه داسې ټولنه جوړولو لپاره پوخ عزم لرو چرته چې د اختلاف رائې احترام وكړې شي٬ يو قوم چې پكښې برداشت او همغږي وي او يو رياست چې پكښې ټول وګړي يو ډول حقوق او موقعې ولري۔ ده ووئيل چې مونږ په خپلو مسي??ي وروڼو فخر كوو٬ هغوي زمونږ د كثيرالثقافتي سياست لازمي جزو دي او زه باور لرم چې هغوي به د پ??كستان په پرم??تګ او خوشحالې كښې روان كردار لا ګ??ندې كړي۔