پنډۍ ۔ 06جنوری (اے پی پی) د هېواد اعلی سول او عسكري مش??تابه د پاكست??ن ايئرفورس اولني پاكستاني مش?? ايئر مارشل (ر) اصغر خان ته د عقيدت پېرزينې وړاندې كړې دي۔ د پاک فضائیه د اولني مسلم??ن او د تر ټولو كم عمره مش?? ایئر مارشل اصغر خان د جنازې لمونځ د خالي په ورځ سركاري درناوي سره په نور خان هوائي مېد??ن ادا كړے شو كوم كښ?? چې وزیر اعظم شاھد خاقان عباسی ، وفاقی وزيرانو ٬ پارلماني غړو او دسياسي لارښودو په شمول ريټائرډ او حاضر سروس اعلی سول او پوځي چارواكو او ددوئي كورنيو ګډون وكړو۔ د درې واړو ځواكونو نمائندګي چیئرمېن جوائنټ چیف آف سټاف کمېټي جنرل زبېر محمود حیات ، چیف آف نېول سټاف اېډمرل ظفر محمود عباسی او چیف آف ایئر سټاف ایئر چیف مارشل سهېل امان وكړه۔ د ريټائرډ ایئر مارشل اصغر خان تابوت چې ك??ه د جنازې ځائې ته راوړلې شو نو د پاك هوائي ځواك يوې چمتو ډلې ورته سلامي وړاندې كړه۔ وروستو دده د جنازې لمونځ وكړې شو۔ 96 كلن ایئر مارشل اصغر خان تېره ورځ د جمعې په ورځ سهار په سي اېم اېچ پنډۍ كښ?? په حق ورسېد۔ د چورلكې د لارې دده مړې خاورو ته سپارلو له د ده سيمې اېبټ آباد ته ورسولې شو۔ ارواښاد ایئر مارشل اصغر خان 5م پاكستانې دے څوك چې قامي درناوي سره خاورو ته سپارلې شوې۔ ده څخه وړاندې څلورو كښ?? قائد اعظم محمد علی جناح ، جنرل ضیاء الحق ، عبدالستار ایدھی او ډاكټر روتھ پاؤ شامل دے۔