اسلام آباد 10 فروری) اے پي پي( د امن او يووالي په لړ كښې د افغانستان ??و د پاكستان شري??ې لائحې په اړه د مذاكراتو دوهم پړاؤ په اسلام آباد كښې وشو۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د دې دوه ورځنو مذاكراتو په مهال په افغانستان او پاكستان كښې د امن او سلامتيا په اړه په اېكشن پلان خبرې وشوې۔ خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه په مذاكراتو كښې د پاكستاني پلاوي ??و د افغانستان نائب خارجه وزير حكمت كرزي د افغان پلاوي م??ري وكړه۔ وياند ووئيل چې په مذاكراتو كښې په ځينې نكاتو اتفاق شوے او په ځينې د لا خبرو كولو ضرورت دے۔ دواړو هېوادونو په راتلونكي كښې هم د خبرو په روانو ساتلو اتفاق كړے۔ د شري??ې لائحې مقصد د ترهګرې مخ نيوې٬ د تشدد خاتمه٬ د امن او صلاح وده٬ د افغان كډوالو هېواد ته ستنېدل ??و د شريك اقتصادي پرمختګ په څانګو كښې مرسته زياتول دي۔