اسلام آب??د 12 فروری (اے پي پي﴾اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي د اسلامي نړۍ رښتينې پرمختګ با??ري كولو لپاره لائق او ذيركو سياستمداروته اړتيا ده٬په دې لړ كښې كامسټيك د قدر وړ كردار ترسره كوي۔ده دا خبرې د او آئي سي د س??ئنس او ټېكنالوجۍ قائمه ??مېټۍ (كامسټېك)غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړې كومه چې د ګل په ورځ ايوان صدر كښې د اولس مشر په مشرۍ كښې وشوه۔په دې موقع د س??ئنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير رانا تنوير حسېن او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔د كامسټېك كوآرډينېټر جنرل ډاكټر شوكت حميد غونډې ته په آستانه كښې د س??ئنس او ټېكنالوجۍ په اړه د او آئي سي د مشرانو غونډه كښې د شوو پريكړو په اړه بريفنګ هم وركړو۔اولس مشر ووئيل د اسلامي نړۍ او د پاكستان پرمختګ او خوشحالۍ لپاره د س??ئنس او ټېكنالوجۍ پرمختګ ډېر ضر??ري دے۔په دې خوشحاله يم چې د اسلامي مرستې تنظيم د س??ئنس او ټېكنالوجۍ قائمه ??مېټي په دې لړ كښې غوره كردار ترسره كوي۔ ده ووئېل هيله ده چې د كامسټېك سره تړلې هيلې به ډېرې زر پوره شي۔په غونډه كښې د س??ئنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير رانا تنوير حسېن نه علاوه د س??ئنس او ټېكنالوجۍ سېكترې مېرمن ياسمين محمود٬د كامسټېك صلاحكار ډاكټر قاسم جان او كارپورهه ډاكټر خورشيد حسنېن هم ګډون وكړو