اسلام آباد 21 فروری (اے پی پی) د نېشنل هېلت سروسز وفاقي وزيرې سائره افضل تارړ وئېلي دي نېب دې د مېډيكل كالجونو په حقله انكوائري په 15 ورځو كښې بشپړه كړي٬نېب سره هر ډول مرستې كولو ته چمتو يو چې دغسې په راتلونكو ټول ټاكنو د پاكو لاسونو سره اولس له ورشم۔د شورو په ورځ خبري كنفرنس ??ه د وېنا كولو پھ مهال هغې ??وئيل زما په لس كلنه سياست كښې پھ ما يو كرپشن هم نه دې ثابت شوې۔هغې ??وئيل د دې خبري كنفرنس مقصد دا نه دے چې زه د پلټنو نه ځان بچ كول غواړم۔هغې ??وئيل د افسوس خبره خو دا ده چې زما د شخصيت او د سياسي عزت خرابولو هڅه شوې۔هغې ??وئيل نېب دې زر پلټنې ترسره كړي چې دغسې په ما كوم بې بنسټه تورونه لګېدلې د هغو حقيقت يې اولس ته وړاندې شي۔د وزارت د پنځو كسانو په ضد د نېب لخوا پلټنې شوي خو ټول بې ګناه ثابت شوي۔هغې ??وئيل د وزارت سنبهالولو نه پس مونږ د هغو مېډيكل كالجونو رج??ټرېشن بند كړو چرته چې تعليم غېر معياري وو۔هغې ??وئيل نېب ته چې څه هم پكار وي پلټنو لپاره به يې وركړم