اسلام آباد 24 مارچ (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن او د سري لنك?? اولس مشر ميتهري پالا سري سينا سيمه ايز امن٬ د شريكې مرستې ودې او سارك تنظيم لا موثر جو??ولو لپاره په ګډه كار كولو ته سلا شوي۔د خالي په ورځ د دواړو اولس مشرانو ترمينځه د رايو اتفاق په ايوان صدر كښې د شوي ملاقات په مهال شوې۔د سري لنك?? اولس مشر ته ايوان صدر ته په راتګ اولس مشر ممنون حسېن هركلے ووې او په روايتي جامو كښې ماشومانو ه??ه ته ګلدستې وړاندې كړې۔په دې موقع دواړو اولس مشرانو يو په يو ملاقات هم وكړو د دې څخه وروستو د پلاوي په كچه هم مذاكرات وشول۔د ايوان صدر څخه جاري شوي بيان له مخې اولس مشر ممنون حسېن د ګران مېلما هركلي كولو سره ووئيل چې د پاكستان ورځې په دستوره كښې د سري لنك?? اولس مشر ګډون خ??شب??ن دې د كوم څخه چې د دواړو هېوادونو ترمينځه ژورې اړيكې څرګندېږي۔په دې د سري لنك?? اولس مشر ووئيل چې د پاكستان په بلنه د قامي ورځې په دستوره كښې ګډون ما لپاره د عزت او د سري لنك?? اولس لپاره اعزاز خبره ده۔ مونږ پاكستاني خپل حقيقي وروڼه او ملګرې ګڼو۔دواړه مشران دې خبرې ته سلا شول چې په سيمه ايز امن او استحكام٬پرمختګ او د اولس خوشحالۍ لپاره به يو بل سره بشپړه مرسته روانه ساتلې شي۔دواړو د سيمه ايز پرمختګ لپاره په مرسته زور راوړولو سره د دې مقصد لپاره د سارك تنظيم په لا فعاله جو??ولو اتفاق وكړو۔اولس مشر په دې موقع د دواړو هېوادونو ترمينځه په سمندري او هوائي رابطو كښې په زياتوالي هم زور راوړو دغسې چې صنعت او تجارت پشمول په نورو څانګو كښې په مرسته كښې زياتوالې وشي۔د سري لنك?? اولس مشر ووئيل چې د پاكستان او سري لنكا ترمينځه د دفاع پشمول په نورو څانګو كښې په زياته شوې مرسته اطمينان دې او هيله ده چې په راتلونكو ورځو كښې به په دې كښې لا زياتوالې وشي۔د سري لنك?? اولس مشر د سري لنكا زده كونكو او افسرانو لپاره په تعليمي او تربيتي اسكالرشپس د اولس مشر مننه وكړه۔ده د ترهه ګرۍ په ضد د پاكستان په كاميابو د خوشحالۍ څرګندونه كولو سره ووئيل چې سري لنكا په دې هڅو كښې د پاكستان بشپړه ملاتړ كوي۔په ملاقات كښې د سري لنكا خارجه وزير واسنتها سينا نائيكے٬ د سري لنكا د آبادۍ وزير٬د پارلمان غړو سيد علي ظاهر٬عبدالله معروف او اېس اېم ماري كار شريك وو او د پاكستان لخوا د سېفران وفاقي وزير عبدالقادر بلوچ٬خارجه سېكتر او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔