اسلام آباد 24 مارچ (اے پی پی) د پوليو تدارك پروګرام كښې د مطلوبه اهداف ترلاسه كولو لپاره په مضبوطه او ځانګړې مشرتابه اولس مشر د پوليو تدارك پروګرام لپاره د وزيراعظم وياندې٬سناتورې عائشه رضا فاروق ته د قرارداد پاكستان 23 مارچ په موقع تمغه ستاره امتياز وركړو۔ خو سناتورې عائشه رضا دا تمغه په ګرد هېواد كښې د پوليو ډلو لخوا د روانې بهادرۍ او لازول هلو ځلو په نامه كړه۔د پاكستان اولس مشر لخوا د تمغه ستاره امتياز ترلاسه كېدو نه وروستو سناتورې عائشه رضا فاروق په خپل بيان كښې ووئيل چې”بلا شبه دا تمغه ما ترلاسه كړه خو زه دا ايوارډ د پوليو هرې ډلې په نامه كوم چا چې ?? پوليو خ??تم?? لپاره مضبوط عزم او ډېر خوارۍ سره هلې ځلې روانې ساتلي۔دې ووئيل چې ?? شريكو هلو ځلو په سوب مونږ د پوليو خ??تم?? په پروګرام كښې د لږې مودې په مهال نن چې كومې كاميابۍ ترلاسه كړي د هغې مثال په ګرده نړۍ كښې نه ترلاسه كېږي