پېنډې 18مئي (اے پي پي) د هندي پوځ لخوا په وركنګ باؤنډرې د بلا اشتعال ډزو په نتيجه كښې يوه مېرمن او درې ماشومان شهيدان او 10 وګړي ژوبل شوي دي۔ د آئي ??ېس پي آر له مخې د جمعې په سهار هندي پوځ په سيالكوټ كښې په وركنګ باؤنډري د ډزبندې خلاف ورزي كولو سره بلا اشتعال ډزې پېل كړې او پكښې 4 كسان شهيدان شول چې پكښې يوه مېرمن او درې ماشومان شامل دي۔ د هند په اشتعال انګېزې د پاكستان ??ېن??رز لخوا بشپړه ځوابي كارروائي وكړې شوه چې پكښې د هند چوكۍ په نښه كړې شوې او په نتيجه كښې ئې په هندي چوكو كښې اور ولګېدو۔