اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې كامسټېك له د او آئي سي هېوادونو تر??ينځه د سائنس او ټېكنالوجي په اړه مرستې لا زياتولو ته اړتيا ده٬اداره ښه كولو كښې د ډاكټر شوكت ??ميد كردار د ستائنې وړ دے۔ده دا خبره ايوان صدر كښې د كامسټېك كوآرډينټېر ډاكټر شوكت ??ميد سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د خپلې تعيناتۍ په موده تر سره كېدو په مهال د ګل پھ ورځ ده سره د مخه ښې ملاقات كولو۔اولس مشر ووئيل ډاكټر شوكت ??ميد چې د كومې جذبې سره كومې ذمه وار?? ترسره كړي٬هيله لرو چې نوې كورآرډينټر به هم په دغه جذبه كار وكړي۔ده ووئيل معاشي پرمختګ كښې سائنس او ټېكنالوجي څانګه مهم اهميت لري او په دې لړ كښې پاكستان پشمول او آئي سي هېوادونو كښې د سائنس او ټېكنالوجي پرمختګ له پراخا موقعې شته۔په دې حقله د كامسټېك كردار مهم دے۔ده ووئيل كامسټېك د نېچرل ??و فيزيكل سائنسز سره تعلق لري خو په اسلامي نړۍ كښې سماجي علومو ته پام لرنې ته اړتيا ده۔ اولس مشر تجويز وركړو چې كامسټېك كښې دې د سماجي علوم څانګه هم جوړه كړې شي۔په دې موقع ډاكټر شوكت ??ميد د اولس مشر مننه وكړه۔ده ووئيل د پاكستان پرمختګ او څوكالۍ له تعليم لپاره خپل خذمات وړاندې كولو لپاره چمتو يم