كوئټه 14 اګست (اے پي پي) د بلوچستان نګران وزيراعلٰي علاؤالدين مري وئيلي دي چې امن لپاره قربانې وركونكو ټولو شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كوم٬ د سي پېك پروژې ترسره كېدو سره به په بلوچستان كښې معاشي انقلاب را??ي او په صوبه كښې به د روزګار موقعې په لاس را??ي۔ ده دا خبرې د پاكستان د آزادې ورځې په موقع په كوئټه كښې د بېرغ هسكولو دستورې ته د وېنا كولو په مهال و??ړې۔ په دستوره كښې د بلوچست??ن اسمبلې سپيكرې را??يله حميد خان دراني٬ د سدرن كمانډ كمانډر لېفټېننټ جنرال عاصم سليم باجوه او نورو چارواكو هم ګډون وكړو۔ دستورې ته په خپله وېنا كښې د بلوچستان وزيراعلٰي ووئيل چې په ټولټاكنو كښې په ښه ډول ګډون كولو سره اولس د ترهګرو عزائم شنډ كړي٬ اولس د نوي حكومت نه ډېرې هيلې لري او زه باور لرم چې نوې حكومت به د اولس په هيلو پوره وخېژي۔