پېښور 21 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د ژوند بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرونكو خلقو د وزيراعظم عمران خان قوم ته د وړومبې وېنا ستائنه كړې او وئيلي ئې دي چې نوي ټاكل شوي وزيراعظم په ټولو ستونزو خبرې كړې دي كومې چې ?? ګوند د منشور او د سل ورځو د پلان برخه وې٬ د قوم نظر په عمران خان دے٬ د هېواد تقدير بدلولو لپا??ه د نيت د خلوص او د عملي اقداماتو كولو ضرورت دے۔ اے پي پي سره په خاص خبرو كښې د خېبر پښتونخوا د ??سم??لۍ نوي ټاكل شوي غړي تېمور سلي?? جهګړا ووئيل چې وزيراعظم په خپله وېنا كښې په ټولو ستونزو خبرې كړې دي او په دې كښې مهمې قومي معاملې شاملې وې۔ د دې مسئلو حل لپاره وزيراعظم نوي وفاقي حكومت ته احكامات هم جاري كړي دي۔ ووئيل چې وزيراعظم كومې خبرې كړې دي٬ هغه د ګوند د منشور او د سل ورځو د پلان برخه وې۔ د پېښور هائي كورټ بار اېسوسي اېشن پخواني صدر فدا ګل اېډوكېټ هم قوم ته د وزيراعظم د وېنا ستائنه كولو سره ووئيل چې ?? عمران خان لخوا د وزيراعظم هاؤس د اخراجاتو كمولو اعلان ښه اقدام دے٬ د قوم نظر په عمران خان دے٬ د هېواد تقدير بدلولو لپا??ه د نيت د خلوص او د عملي اقداماتو كولو ضرورت دے۔ سينئر خبريال او تجزيه نګار محمود جان بابر اے پي پي ته ووئيل چې ?? نوي ټاكل شوي وزيراعظم وېنا په يقيني توګه متاثر كوونكې وه۔ ده ووئيل چې ?? ټېكس اصلاحات٬ سادګي او كفايت شعاري٬ د بندونو جوړول٬ قرض كمول او ګاونډي هېوادونو سره اړيكې ټېنګول به نوي حكومت لپاره لوي چېلنجونه وي۔ ده ووئيل چې قوم د عمران خان نه ډېرې هيلې لري او د وزيراعظم جوړېدو ن پس ئې دا هيلې لا زياتې شوې دي٬ اوس به نوي حكومت لپاره لازم وي چې ??پل كړي لوظونه پوره كړي۔