لاهور 01 ستمبر (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې د شاليمار روغتون كېس نېب ته لېږلې شي٬ د رېل??ے پخواني وزير خواجه سعد رفيق په ضد مو نېب ته خط نه دې ليكلې٬ په نېب كښې د رېلوے 8 كېسونه چلېږي٬ څلور نور كېسونه هم ورلېږو٬ په يو كال كښې دننه به رېل??ے په خپلو پښو ودروم۔ ده دا خب??ې د خالي په ورځ د رېل??ے په هېډكوارټرز كښې خب??ي كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په دې موقع د رېلوے افسران هم موجود وو۔ شېخ رشيد احمد ووئيل چې ده د رېلوے مزدور يونين سره ملاقات كړے چې پكښې د رېلوے مزدورانو د اپ ګرېډېشن په معاملو خب??ې شوې دي۔ يو سكېل اپ ګرېډ كولو ??پا??ه به وزيراعظم سره خب??ه وكړم۔ ده ووئيل چې په ټولو ډويژنل هېډكوارټرو كښې ب ه ډپټي ډي اېس په ځائ كولې شي چې دغسې د رېلوے كاركردګي لا ښه كړې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ك??ې وفاقي وزير ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان كاميابي د پوره هېواد او قوم كاميابي ده۔