كراچۍ 04 نومبر (اے پي پي﴾ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي چې د اولس املاكو ته زيان رسول شوے٬د سترې محكمې د قاضيانو٬د پاك پوځ او د حكومت په ضد تقريرونه شوي دي٬حكومت به دا نظرانداز نه كړي٬د دهرنو او مظاهرو په مها?? چې د كومو خلكو املاكو ته زيان رسېدلې بايد ازاله يې وشي٬ د تحريك انصاف حكومت ته انصاف لپاره خلكو مېنډېټ وركړې٬ په احتساب سمجهوته نه شي كېدې٬د نوم اخستلو نه بغېر چې كله ووئيل شي چې غله او ډاكوان به په زندانونو كښې اچوو نو ځينې خلك خفه كېږي٬اولس په وزيراعظم عمران خان باور لري٬د خېبرپښتونخوا پشان به اوس په سندھ كښې هم د منفي سياست خاتمه كولې شي٬د كراچۍ اولس د اوبو لويو ستونزو سره مخ دے٬وفاقي حكومت د دې مسئلې حل لپاره اقدامات كوي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ په انصاف هاؤس كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئي?? چې چين سره د پاكستان ستراتېژېكي لوظ نامه شوې كومه چې ډېره د اهميت وړ ده او دا خوشبينه ده۔ده ووئي?? چې چين د پاكستان د اعتماد وړ ملګرې دې٬د چين په خلائي پروګرام كښې به د پاكستان وړومبې خلا باز په 2022 كښې خلا ته لېږلې شي۔د اطلاعاتو وفاقي وزير د اوسنۍ دهرنې په اړه ووئي?? چې د سلګونو په شمېر خلكو په بېلا بېلو ځايونو كښې سړكونه بند كړي وو٬حكومت دوه چارې لرلې چې يا دې مظاهره چيانو مذاكرات وكړي يا د دوي په ضد د رياست طاقت استعمال كړي خو دې سره د زيان اندېښنه وه او د دې نه پس به خلكو په حكومت تنقيد كولو۔ده ووئي?? چې مونږ د طاقت د استعمال نه بغېر ښارونه پرانستل خو دا حل نه دې۔ده ووئي?? چې زمونږ آئين د قرآن او سنت تابع دې۔د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئي?? چې بايد دا غلط فهمي نه وي چې رياست به دا رويه معاف كړي۔ده ووئي?? چې د حكومت د كمزورۍ تاثر وركولې شي حكومت به داسې اقدامات وكړي چې ورسره به دا تاثر ختم شي۔ده ووئي?? چې د حكمت عملۍ له مخې دا مسئله حل كړې شوې او چې كوم خلك په دې كښې ككړ دي هغوي به مونږ هير نه كړو۔وفاقي وزير ووئي?? چې د تحريك انصاف حكومت چې اولس سره كوم لوظونه كړي هغه به پوره كولې شي۔ده ووئي?? چې نن د سندھ د تحريك انصاف د پارلمان غړو سره ملاقات شوې ٬هغوي د سندھ حكومت نه شكايات لري وائي چې زمونږ ټاكل شوي غړي سياسي انتقام سره مخ كولې شي۔ده ووئي?? چې د 1960 د لسيزې نه پس په سندھ كښې لساني سياست كېږي خو په ټول ټاكنو كښې د كراچۍ او سندھ اولس د لساني سياست نه بهر راوتلي او د دې كرېډېټ وزيراعظم عمران خان ته ځي۔ده ووئي?? چې راتلونكو ټول ټاكنو كښې به تحريك انصاف د كاركردګۍ په بنياد پوره اكثريت ترلاسه كوي۔ده ووئي?? چې د آصف علي زرداري په پيپلز ګوند او د ذوالفقارعلي بهټو په پيپلز ګوند كښې د زمكې او آسمان فرق دې۔ده ووئي?? چې د كراچۍ د اوبو مسئلې حل لپاره د متحده عرب اماراتو سره خبره روانه ده