پیښور 14 نومبر (اے پی پی) د خېبرپښتونخ??ا ګورنر شاه فرمان وئېلي دي افغانستان نه يوازې زم??نږ ګاونډي اسلامي ملګرے هېواد دے بلكې زم??نږ په خاص توګه د خېبرپښتونخوا او افغانستان روايات او كلتور يو بل سره مطابقت لري ٬ هم دغه وجه ده چې زم??نږ د صو??ې وګړي د افغانستان اولس سره نزدې ملګرتيا او خواخوږي لري٬د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ پاكستان كښې د افغانستان سفير عمر زاخيلوال سره د پیښور په ګورنر هاؤس كښې د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔د ملاقات په مهال افغانستان او خېبرپښتونخوا صو??ه كښې په بېلو څانګو كښې شريكې مرستې ته د ودې وركولو پشمول په امنيتي چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په دې موقع د خېبرپښتونخ??ا ګورنر و??ئي?? پښتون قام يو تاريخ لري٬او پښتون قام د پاكستان او افغانستان د دواړو هېوادونو اثاثه ده٬دواړه هېوادونه آزاد او خپلواكه دي٬ ده ووئېل م??نږ د يو قام په حېث د خپل رواياتو او اقدارو له مخې په پريكړو كښې د جرګې نظام اهميت نظرانداز كولې نشو۔ ده ووئېل په جرګه كښې د مشرانو رائے او پريكړو ته د قدر په سترګه كتلې شي او بايد م??نږ د جرګې ??واياتو څخه استفاده وكړو۔د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو او په خاص توګه د خېبرپښتونخوا صو??ې او افغانستان ترمينځه رابطو او اړيكو ته د لا ودې وركولو لپاره بېلو وړاندېزونوو ته سلا هم راغله