اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال ذوالفقار عباس بخاري وئېلي دي چې حكومت به ادارې بحال او مضبوطوي چې دغسې د اولس د ستونزو په خاتمه كښې خپل بشپړه كردار ترسره كړی شي٬د تېرو حكومتونو د كمزورو او غلطو پالېسو له امله ادارې كمزورې كړی شوې دي۔په لندن كښې خبريالانو سر?? په خبرو كښې ??ه ووئيل چې د نېب پشمول د بېلا بېلو ادارو بيا بحالي د اوسني وخت ضرورت دې۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ??ه ووئيل چې هيله ده چې د ده په اړه به د نېب انكوائري زر ترسره شي۔نېب چې په دې لړ كښې چې كومه مرسته غواړي كولې به شي۔??ه ووئيل چې لس كاله پس د برټش ايئرويز لخوا پاكستان لپاره د پروازونو بحالي د خوشحالۍ خبره ده۔نور ايئر لائنز به هم ډېر زر خپل پروازونه پېل كړي۔??ه ووئيل چې د نړيوال ايئر لائنز راتلو سر?? به د سر??ايه كارۍ او ملازمتونو موقعو نه علاوه نړۍ سر?? رابطه جوړه شي۔??ه ووئيل چې د تحريك انصاف حكومت د بهر مېشته پاكستانيانو ډېر قدر كوي ځكه چې دوي د پاكستان په پرمختګ كښې لويې كردار ترسره كړې۔د بهر مېشته پاكستانيانو ستونزې حل كول د اوسني حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دي۔??ه ووئيل چې اوورسيز اېډوائزري كونسل بحالولې شي۔د دې د غړو شمېره د 150 نه كمولو سر?? 50 ته راوستلې شي كوم به چې د ميرټ په بنياد ټاكلې شي۔