اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي حكومت په هېواد كښې ګټورې كاروباري پروژې پېل كولو لپاره سرمايه كارو ګه د اسانيو وركولو پوخ عزم لري او كاروبار كښې اسانۍ پېدا كولو ته پام ګرځولې شوې۔ ده دا خبرې د يڼګ پرېذيډنټ آرګنائزېشن چيئرمېن او د ګرګن ګروپ سي او پاسكل ګرګن سره په خبرو كښې وكړې كوم چې د شورو په ورځ د وزيراعظم په دفتر كښې ده سره ملاقات كولو۔ په دې موقع د تجارت په اړه د وزيراعظم سلاحكار عبدالرزاق داؤد او د سرمايه كارې بورډ چيئرمېن هارون شريف هم موجود وو۔ په پلاوي كښې د ابېكس كنسلټنګ اېم ډي عباسي علي خان٬ د اے كے ماركيټنګ سي اي او عابد عمر٬ د سوات سرائمېكس كمپنې اېم ډي اظهر ناصر٬ د انټر ووډ موبل پرائيوېټ لمېټډ سي اي او عمر فاروق٬ د هاشو ګروپ سي اي او مرتضٰي هاشواني او د اېم فائيو ګروپ چيئرمېن منير معشوق الله شامل وو۔ پاسكل ګرګن وزيراعظم په ټوله نړۍ كښې د ينګ پرېذيډنټ آرګنائزېشن د نېټ ورك په اړه خبر كړو كوم چې د معيشت په بېلا بېلو څانګو كښې خدمات ترسره كوي۔ ده غېر ملكي سې??ګرو او سرمايه كارو لپاره د حكومت د آزادې پالېسې ستائنه وكړه۔ وزيراعظم د ينګ پرېذيډنټ آرګنائزېشن چئيرمېن په پاكستان كښې هركلې كولو سره د معيشت په بېلا بېلو څانګو او په خاص توګه د سې??ګرې په ارھ موقعو باندې رڼا واچوله ۔ وزيراعظم ووئيل د سې??ګرې په اړه سرمايه كارې لپاره ډېرې زړه راكښونكې او پراخه موقعې شته د كومو نه چې تر اوسه استفاده نه ده شوې۔ ده ووئيل د ده حكومت په كاروبار له اسانۍ پېدا كولو ته پام لرنه كوي او په دې لړ كښې اسانه ويزه پاليسي معرفي كړې شوې چې مقصد ئې كاروبار او سې??ګرې ته وده ورك??ل دي۔ د يادونې وړ ده ينګ پرېذيډنټ آرګنائزېشن د ځوانانو چيف اېګزېكټو نړيوال نېټ ورك دے چې د غړو شمېره ئې په زرګونو ده او ګرګن ګروپ د اسيا٬ اروپاﺀ او امريكې د يوولس كمپنو پشم??ل د كاربن او ګريفائټ ټېكنالوجې د انجينئرنګ كمپنې ده چې مركزي دفتر ئې د بېلجيم په پايه تخت برسلز كښې دے۔ پاسكل ګرګن د ګرېګر اېس اے په نوم د رئيل سټېټ ګروپ شريك باني هم دے?? د ??ې ګروپ بزنس په المان او بېلجيم كښې دے۔ هغه د سې?? سپاټې ځايونو جوړونكې كمپنې اوشن فرنټ ميانمر باني هم دے۔ هغه د ينګ پرېذيډنټس آرګنائزېشن د بورډ ډائرېكټر هم دے۔