اسلام آباد25 فروري(اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي د قطري نيول فورسز كمانډر ميجر جنرل عبدالله بن حسن الصليطي له “هلال امتياز”عسكري وركړې دې ۔پھ دې لړ كښې د ګل په ورځ ايوان صدر كښې د اعزاز خاص دستوره وشوه چې پكښې د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي او سينئر افسرانو ګډون كولو۔د دې څخه وروستو قطري كمانډر اميري نيول فورسز اولس مشر سره ملاقات وكړو۔په دې موقع اولس مشر مباركي وركولو سره ووئيل پ??كس??ان قطر سره د ورورورلۍ اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ده د پ??كس??ان بحريه مشق”امن”كښې د قطر اميري نيول فورسز باقاعدګۍ سره ګډون وستائېلو۔اولس مشر په دې امر هم د اطمينان څرګندونه وكړه جې د دواړو هېوادونو سمندري ځواكونه يو بل سره په تماس كښې دي۔ده د دواړو سمندري ځواكونو ترمينځه د آپرېشنل رابطو په ل?? زياتولو ضرورت هم زور راوړو۔ده ووئيل پ??كس??ان د غېر ملكي سرمايه كارۍ لپاره ډېر ښه هېواد دے۔ده قطري سرمايه كارو ته بېلو څانګو كښې په خاص توګه د سېلګرۍ په م??دا?? كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركړه۔اولس مشر پ??كس??انيانو لپاره د ويزې آسانۍ او د پ??كس??ان څخه 1 لك غړو ته د روزګارۍ منظورۍ په حقله د قطر پريكړې وستائېلې۔د قطر اميري كمانډر نيول فورسز په هلال امتياز(ملټري) وركولو د اولس مشر او پ??كس??ان حكومت مننه كولو سره هيله څرګنده كړه چې د دواړو هېوادونو بحري ځواكونو ترمينځه شريكه مرسته به سباؤن كښې لا زياته شي