اسلام آباد 04 اپریل (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي كومه هم ټولنه د تع??يم نه غېر پرمختګ نه شي كولې٬د پاكستان تحريك انصاف حكومت د تع??يم او انصاف څانګې ته پام لرنه كوي٬په وګړو سرمايه كاري كولو سره به هېواد پرمختګ وكړي٬د هېواد او قام اصل تحفظ د صحت مندې ټولنې جوړول د تع??يم د لارې ممكن دي٬د حېدرآباد پوهنتون په تكنيكي بنيادونو جوړول غواړو دغسې چې ځوانانو ته د تع??يم سره سره په سباؤن كښې روزګار ترلاسه كولو كښې آساني وي٬نوې نسل د اسلام حقيقي تع??يماتو ٬ د نبي اكرم ۖ د ژوند او تاريخ څخه خبرولو ته اړتيا لري ٬تقريبا ً 90 فيصده ځوانان په انګريزۍ نه پوهېږي۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ د حېدرآباد پوهنتون د بنياد تيګې اېښودلو دستورې ته وېنا كښې وكړې۔د سندھ ګورنر عمران اسماعيل٬د قانون او انصاف وفاقي وزير بېرسټر ډاكټر فروغ نسيم٬د وفاقي تع??يم او پېشه وره تربيې وفاقي وزير شفقت محمود٬د انفارمېشن ټېكنالوجي وفاقي وزير خالد مقبول صديقي هم دستورې ته خطاب وكړو۔په دستوره كښې وفاقي وزيرانو٬د وفاقي او صوبائي اسمبلۍ غړو او د تع??يم پوهانو ګډون وكړو۔وزيراعظم ووئيل زه نن ډېر خوشحاله يم چې د يو بل پوهنتون د بنياد تيګه كېښودلې شوه۔په دې وخت كښې به د سړكونو د بنياد تيګه اېښودلې شوه خو مونږ د تع??يمي ادارو د بنياد تيګه اېږدو ځكه چې وګړي تع??يم ترلاسه كوي نو انفراسټركچر به هم جوړ شي۔ده ووئيل كوم قامونه چې په خپلو وګړو سرمايه كاري كوي هغه زيات پرمختګ كوي۔ده ووئيل تع??يم او صحت نه غېر كوم هم قام پرمختګ نه شي كولې٬زمونږ خوږ پیغمبر ۖ د جنګ بدر نه پس يو لوې اقدام كړی دا كړے ډې د بنديوانو په اړه يې پريكړه كړې وه چې كوم بنديوان لسو مسلمانانو له زده كړې وركړي هغه به آزاد وې۔وزيراعظم ووئيل مونږ داسې رول ماډل لرو كوم چې په نړۍ كښې تر ټولو لويې شخصيت او رول ماډل ګڼلې كېږي او هغه ته ښه معلومه وه چې كوم هم قام په تع??يم٬تحقيق زور راوړو هغه په نړۍ كښې پرمختګ كوي۔ده ووئيل د 20 پېړۍ په پېل كښې په څو كلونو كښې امريكا تر ټولو وړاندې لاړه ځكه چې په امريكا كښې تر ټولو زيات ګريجويټس او پي اېچ ډيز وو۔ ده ووئېل نن كه د سنګاپور پوهنتون بجټ وكتل?? شي نو معلومه به شي چې د ټول پاكستان د پوهنتونونو څخه د هغې بجټ زيات دې۔ده ووئيل د پاكستان برآم??ات 24 اربه ډالره دي دغسې د سنګاپور برآم??ات 330 اربه ډالر دي۔د دې څخه ثابته شوې چې هغه قامونه پرمختګ كوي كوم چې د تع??يم٬انصاف او صحت په څانګه كښې وړاندې وي۔وزيراعظم ووئيل مونږ له به په دې ځان پوهه كول وي چې زمونږ د مجموعي آبادۍ 60 فيصده په تر 30 كالو ځوانانو مشتمل ده ٬كه موڼږ دغه ځوانانو له تع??يم وركړو نو پاكستان به د پرمختګ پلو روان شي۔ده ووئيل د قائداعظم محمد علي جناح تقريرونه او علامه اقبال سوچ هم دغه وو چې پاكستان يو عظيم هېواد جوړ شي۔عمران خان ووئيل پاكستان چې د كوم مقصد لپاره جوړ شوې ؤ هغه مقصد تراوسه پوره نه شو۔ده ووئيل پاكستان عظيم هېواد جوړولو له به په تع??يم او انصاف زور راوړول وي ځكه چې كومه هم ټولنه هر مشكل او چېلنج زغمل?? شي خو ظلم او ناانصافي نه شي زغملې۔زمونږ د نوې پاكستان بنياد په تع??يم او انصاف ولاړ دے۔ده ووئيل كله چې ما د ميانوالي د ځوانانو صورتحال وكتلو نو سوچ مې وكړو چې دې سيمې لپاره دې ټېكنيكل كالج يا پوهنتون جوړ كړ?? شي نو بيا هلته نمل پوهنتون جوړ شو چې پكښې ټولې ټېكنيكل څانګې موجود دي۔ وزيراعظم ووئېل د نمل پوهنتون څخه ګريجوېټ كونكو ته د برېډ فور ډګري ترلاسه كېږي۔تر ټولو زياته ښه خبره دا ده چې سږ كال د نمل پوهنتون ميانوالي څخه ګريجويټ شوي 92 فيصده زده كونكو ته نوكرۍ ترلاسه شوي۔عمران خان ووئيل مونږ هڅه كوو چې د حېدر آباد پوهنتون هم ټېكنيكل پوهنتون جوړ شي۔ده ووئيل نمل پوهنتون به خپلې تجربې د دې پوهنتون سره شيئر كوي او وفاق به د پوهنتون مرسته كوي۔ده ووئيل د ځينو كسانو سره په ګډه سوهاوا كښې القادر پوهنتون جوړو د كوم به چې دوه څانګې وي چې يوه سائنس او بله كښې به صوفي ازم ښودل?? شي۔په دې پوهنتون كښې به د حضور پاك ۖ په سيرت طيبه تحقيق كول?? شي چې ورسره به د نړۍ په وړاندې د اسلام حقيقي تشخص رامخې ته كولو له مرسته تر لاسه شي۔ده ووئيل خپل نوې نسل ته به وئېلي شي چې د كلمه په بنياد جوړ شوي هېواد لپاره څه هلې ځلې شوي او زمونږ د پیغمبر ۖ پاك ژوند څنګه دے او څنګه په هغې بشپړه عمل كېد?? شي٬ ده ووئېل چا دا نه دي لوستي چې تر ټولو عظيم پیغمبر ۖ يو پوره نظام او قوانين رامخې ته كړي۔وزيراعظم ووئيل د حضور پاك ۖ په شان كښې چې څوك ګستاخي وكړي نو په ښه ډول ځواب نه وركړی كېږي٬كه په صحيح معنو كښې د اسلام پھ اړه معلومات وي٬تحقيق وي نو لوېديز له ښه او كوټلي ځواب وركړی كېد?? شي۔ده ووئيل حكومت د او آئي سي ملګري ملتونه او اروپائي ائتلاف فعاله كړی چې د آزادۍ څرګندونې په نامه وګړو له د پیغمبر پشان كښې د ګستاخۍ اجازه نه شي وركړی