اسلام آباد 10 اپرېل (ا?? پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختیار سره د بلوچستان نېشنل ګوند (مېنګل) چیئرمېن سردار اختر مېنګل او دوهم سپيكر قاسم خان سوري ليدلي دي ۔ په دې موقع وفاقي وزير ووئيل حکومت د بلوچستان پرمختګ او بلوچستان د هېواد نورو پرمختللې سيمو سره د سمولو عزم لري۔ مخدوم خسرو بختیار ووئيل حكومت د سيمو مساوي پرمختګ لپاره اقدامات كوي چې له مخې به ئې كم پرمختللې سيمو ته تر??يح وركولې شي۔ ده ووئيل بلوچستان كښې معاشي او د اقتصادي پرمختګ منصوبو لپاره زياته برخه وركوٶ۔ ده ووئيل زیراعظم عمران خان د بلوچستان د اوسنۍ دورې په مهال د 65 اربه روپو پ?? لګښت د لويديز روټ ژوب كچلاك سېكشن ٬ د 17 اربه روپو پ?? لښګت د مكران سمندر غاړې سيمې لپاره د ټرانسمېشن لائن غزولو ٬ د 23 اربه روپو پ?? لګښت د ګوادر نوي نړيوال ه??ائي مېدان ٬ روغتون او د ووكشنل انسټي ټيوټ د بنياد تيګه اېښودې ده