اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي)د پارليماني چارو دوهم وزير علي محمد خان وئېلي دي ??اخله وزارت د پاكستان د دفاع او سلامتيا محافظ دے او د پريكړو په شا قامي مفاد مقدم وي٬د امنيت خطرو تعين اړوندې ادارې كوي ٬ دغسې د دفاع وزير پروېز خټك ووئيل د اي سي اېل په اړه كمېټۍ به جوړولې شي او ټولې پريكړې به د مېرټ په بنياد كولې شي۔د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د شمالي وزيرستان د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ ووئيل يوازې د اېف آئي آر په بنياد د خلقو نامې په اي سي اېل كښې اچولې كېږي٬سپريم كورټ هم په خپلو پريكړو كښې وئېلي دي يوازې د اېف آئي آر پھ بنياد د خلقو نامې په اي سي اېل كښې نه شي اچولې كېدې ۔د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خان ووئيل په اي سي اېل كښې نامه اچول او وي??تل آسان كا?? نه دے۔په اي سي اېل كښې نامه اچول يا ويستلو لپاره د كا??ينې څخه منظوري اخ??تل وي٬كه معزز غړې ګڼې چې د ځينو خلقو نامې وي??تل غواړي نو د هغې لپاره به د ټول طريقه كا?? خپلول وي۔ده ووئيل د كورنيو چارو وزارت چا سره ملګرتيا يا دښمني نه لري۔داخله وزارت د پاكستان د دفاع او سلامتيا تر مخه پريكړې كوي۔كه چرې د چا نامه په اي سي اېل كښې شامل كړی شوې نو د هغه وروستو څه وجوهات وي۔علي محمد خان ووئيل د امنيت خطرو تعين اړوندې ادارې كوي۔ده ووئيل ځينې وخت د غلطۍ احتمال هم كېدې شي او دغه سمولې شي هم۔د بلاول بهټو كيس كښې هم داسې شوي وو٬د هغه نامه د اي سي اېل نه ويستلې شوې۔د دفاع وزير پروېز خټك ايوان ته ووئيل پھ دې معامله په كا??ينه كښې بحث هم شوې او يوه كمېټي جوړولې شي د كومې به چې كنوينئر زه يم۔ده ووئيل زه په ذمه وارۍ سره وائ??م چې ځينې نامې د اي سي اېل څخه ويستلې شوي٬نورې نامې به هم اويستلې شي