اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) د مو??صلات دوهم وزير مراد سعید وئيلي دي كوم وخت چې وسله والو ځواكونو او قام د وطن دفاع كوله ھغه وخت بلاول بهټو زرداري د هند د مقدمې پېروي كوله ٬ مو??ې د خپلې نمسۍ واده له د راغوښتنكې او د جندال د وېزے نه غېر مري ته بوتللونكې اوس د وزیراعظم عمران خان په ضد خبرې كوي٬ تېرو واكمنو په امريكې او نورو هېوادونو كښې ناستې سره د پا??ستان خاوره ترهګرۍ لپاره د كارولو اعتراف كولو٬ بلاول ھغه وخت ابو بچاٶ تحريك چلولو٬ د ھغه د صدقې ګډورې او د آكسفورډ فيسونه هم د پا??ستاني قام پېسو څخه ادا كېږي۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د حنا رباني كهر لخوا د پورته كړو نكاتو په ځواب مراد سعید ووئيل وزیراعظم عمران خان په نړيواله كچه د هېواد عزت زيات كړې٬ تر پرونه پورې امريكې د ډو مو?? غوښتنې كولې او نن امريكا وائي پا??ستان سره به په ګده كار كوٶ٬ ده ووئېل عمران خان د امریکې سره په غړېدلو سترګو د پا??ستان مقدمه مخ په وراندې بوتلې٬ هند زمونږ دوه اونې راغوځولې او مونږ د ھغوي دوه جنګي الوتكې رانس??ور?? كړې۔ مراد سعید ووئيل هغه وخت چې وسله والو ځواكونو او قام د وطن دفاع كوله ھغه وخت بلاول بهټو زرداري د هند مقدمې پېروي كوله ٬ ده ووئېل مو??ې د خپلې نمسۍ په واده كښې رابلل او جندال د وېزے نه غېر مري ته بوتلونكې اوس چې كله هند ته ځي نو د حريت مشرانو سره ملاقاتونه كوي٬ ده ووئېل حسېن حقاني نن هم د پا??ستان په ضد ناسمې خبرې كوي۔ د پیپلز ګوند حكومت ھغه په امريكا كښې خپل سفير مقرر كړې ؤ ۔ ده په بلاٶل بهټو زرداري سخت تنقيد كولو سره وووئېل بلاول د پرچۍ په بنياد جوړېدونكې حادثاتي سياستمدار دے څوك چې په پا??ستان كښې دهند د مقدمې پېروي كوي٬ كله چې پا??ستان د هند د??ه الوتكې رانس??ور?? كړې نو ھغه وخت بلاٶل ووئيل پا??ستان ترهګرو ته پناه وركوي۔ ده ووئيل خرم دستګير او حنا رباني كهر نن په ايوان كښې خبرې كړې او مونږ ھغوي ته وريادول غواړو كله چې كلبهوشن يادويو امنيتي ادارو ونيولو نو ھغه وخت د ھغه نامه په خله اخستلو تاسو شرمېدلې ٬دعه ووئېل خواجه آصف چې به امريكې ته تللو نو وئيل به ئې پاکستان ترهګرو او لغوه تنظيمونو ته پناه وركوي۔ ده ووئيل بلاول څخه چې كله پوښتنه كېږي چې د يو كال په عمر كښې د يوې كمپنۍ ډائرېكټر څنګه جوړېږې نو ھغه سره ځواب نه وي٬ د احتساب عمل پېل شوې۔ ده ووئيل كله چې د فالودې او ريړهي والا په اكاٶنټ كښې اربونو روپۍ موندې كېږي نو بلاول غصه كېږي ٬ پرون ئې پ ايوان كښې د عمران خان پلار پسې خبرې كړي خو ھغه دا هېر كړل چې دا مهال ھغه ابو بچاٶ تحريك چلوي٬ پلار دې په نړۍ كښې په مسټر ټن پرسنټ مشهور دے۔ ده ووئيل بلاٶل دې دا واوري چې د ھغه غلا نيولې شوې٬ احتساب پېل شوې٬ د د??ي خوښه ده چې څومره شور كوي د قام لوټ كړې پېسه به د د??ي د جېبونو څخه بېرته راويستلې شي