اسلام آباد 16 جون (اے پي پي﴾ د وزيراعظ?? د ??طلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د كركټ په نړيوال كپ كښې به د پاكستان غيور لوبغاړي د هندي لوبغاړو په ضد بهادرې سره مېدان ته راوځي٬ ټول قوم د قومي لوبډلې بريا لپاره دعا كوي٬ِ زمونږ لوبغاړي عزم٬ حوصله او همت لري٬ په خپل ځا?? او الله توكل او باور ساتلو سره مېدان ته ورتلل دي٬ هغه لوبغاړې كله ماتې نه خوري چې خپله حوصله لوړه وساتي۔ د مېچ نه وړاندې د كركټ قومي لوبډلې په نوم په خپل پېغام كښې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې زما دعا تاسو سره ده٬ د ټول قوم دعاګانې تاسو سره دي۔ هغ?? ووئيل چې لوبغاړي دې خپله حوصله لوړه وساتي٬ قو?? د ??پلو بچو نه د پوره مقابلې توقع لري۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې ټيم ورك د كاميابې ضمانت دے٬ ځكه تاسو ټيم ورك سره لوبه وكړئ۔ هغ?? ووئيل چې ټول قوم يوه نعره لګوي چې د پاكستان د كركټ لوبډله نن د هند په ضد كاميابي ترلاسه كړي۔