كوئټه 22 جون (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري وئيلي دي چې پاكس??ان په نړۍ كښې اقليتونو لپاره تر ټولو محفوظ هېواد دے٬ په كو??ټه كښې د هزاره ورورولې په هدفي وژنه اندېښنه لرو٬ د دوي په غم كښې برابر شريك يو٬ د ټولو مذهبونو خلقو رايوځائ كولو مقصد د مسلمانانو او غېر مسل??و ترمېنځه همغږي پېدا كول دي۔ د خالي په ورځ په كو??ټه كښې د مذهبي همغږۍ كنفرنس ته په خپله وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل چې دا ډول كنفرنسونه د دې نه وړاندې په اسلام آباد٬ لاهور٬ كراچې او پېښور كښې هم شوي دي چې مقصد ئې په هېواد كښې د مذهبي همغږۍ او امن پېغام وركول دي۔ ده ووئيل چې پاكس??ان د بېلا بېلو كلتورونو٬ ژبو او رنګونو هېواد دے٬ په هېواد كښې ورورولې٬ تحمل او زغم ته د ودې وركولو ضرورت دے۔ ده ووئيل چې پاكس??ان زمونږ هېواد دے او د دې هېواد استحكام او اصل څېره نړۍ ته ښودل دي۔ ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان په پاكس??ان كښې اقليتونو ته د دوي جائز مقام او مذهبي آزادې لپاره هڅې كوي۔ ده ووئيل چې په پاكس??ان كښې اقليتونه هم د مسلمانانو پشان ټول حقوق لري۔ ده ووئيل چې پوره باور سره وايم چې پاكس??ان په نړۍ كښې اقليتونو لپاره تر ټولو محفوظ هېواد دے۔