واشنګټن 21 جولائی (اے پي پي) په امريكا كښې د پاكستانې كميونټې لخوا د و??يراعظم عمران خان واشنګټن ته په رسېدو تود هركلې وكړے شو۔ د و??شنګټن د شهري سيمو او د امريكې د نورو ايالتونو نه راغليو پاكستانيانو په ل??يه شمېره پاكستان هاؤس سره نزدې په مېساچوسټس اېونيو په قطارونو كښې ولاړ و او د و??يراعظم هركلې ئې وكړو۔ په دې موقع ورجينيا سره تعلق لرونكي د پاكستان د تحريك انصاف لارښود جوني بشير ووئيل چې مونږ خپل لارښود دلته كتلو سره ډېر خوشحاله ش??ي يو۔ پاكستاني نژاد امريكايان ده سره د محبت څرګندونې لپاره دلته راغونډ شوي دي۔ دې هركلي كوونكو د پاكستان او د پاكستان تحريك انصاف بېرغونه هسك كړي وو۔ يو بل وګړي عمران بټ ووئيل چې زه ډېر خوشحاله يم چې وزيراعظم عمران خان دلته راغلو۔ زه باور لرم چې هغه به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د چېلنجونو په لرې كولو كښې بريالې شي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه ب ه قومي دوستي وي۔ يو بل وګړي سادات رانا ووئيل چې پاكستانې ټولنه كېپيټل اېرينا كښې د و??يراعظم عمران خان د وېنا په انتظار ده۔ مونږ ډېر خوشحاله يو او باور لرو چې دا به تاريخي دوره وي او د دواړو هېوادونو اړيكې به لا ښې شي۔ نيويارك سره تعلق لرونكي عمران اګرا ووئيل چې مونږ فخر كوو چې په پاكستان كښې په دې وخت كښې يو معبتر وزيراعظم موجود دے٬ بهر مېشته پاكستانيان په خپل وطن كښې سرمايه كاري كول غواړي۔ هر كلي كوونكو د پاكستان زنده باد نعرې ووهلې او روايتي ګډاګانې ئې وكړې۔ د ډېلاس هوائي اډې نه تر واشنګټن ډي سي د 100 موټرو لاريون وزيراعظم سره ووتلو چې مقصد ئې د پاكستان پرمختګ عزم لپاره د و??يراعظم ستائنه كول وو۔ وزيراعظم به د جولائي په 22مه نېټه امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ سره ملاقات كوي۔ د و??يراعظم جوړېدو نه پس د و??يراعظم لخوا دا د امريكې ??ړو??بې دوره ده۔ وزيراعظم به په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان په عزم هم خبره كوي۔ په دې موقع به د پاكستان او امريكې په ګڼ اړخيزه مرسته او دوه اړخيزه اړيكو هم خبره كېږي۔ په واشنګټن كښې پاكستانيانو سره په ملاقاتونو كښې به هغه د نوي پاكستان په وژن رڼا اچوي۔ هغه به د كانګرېس غړو٬ كارپورېټ مشرانو او نامتو شخصياتو سره ملاقاتونه كوي۔ د خارجه دفتر وياند له مخې دورې سره به د شريكې ګټې په بنياد شركت لا قوي شي۔ د و??يراعظم د امريكې دوره به د شريكو اړيكو په بيا د سره ج??ړو??و كښې مرسته كوونكې ثابته شي۔ په پاكستاني پلاوي كښې سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه او د آيي اېس آئي مشر هم شريك دي۔ د امريكې اولس مشر ټرمپ به په اوول آفس كښې د پاكستاني لارښود هركلې كوي٬ د پېنټاګون مشرانو او د كابينې غړو سره به د و??يراعظم مېلمستيا هم كولې شي۔