نيويارك 21 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان د امريكې د اووه ورځنې دورې بنيادي مقصد په مقبوضه كشمير كښې ?? هند د روانو ظلمونو نه نړۍ خبرول دي٬ وزيراعظم به د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې په موقع د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو سره ملاقاتونه كوي٬ وزيراعظم به د ماليې د نړۍ مهمو خلقو سره ملاقات كوي او د مني لانډرنګ په اړه به خپل نظر وړاندې كوي٬ د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ سره هم د وزيراعظم عمران خان ملاقات متوقع دے۔ په نيويارك كښې م??ډي?? سره په خبرو كښې ??ارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل چې وزيراعظم عمران خان سره به يو كشميرې ??لا??ې ملاقات كوي او د هغوي تاثرات به اخلي او هغوي سره په مشوره به خپل مصروفيات مخ په وړاندې بوځي۔ ده ووئيل چې وزيراعظم به د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې په موقع د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو سره ملاقاتونه كوي۔ د دې نه علاوه به تهنك ټې??كس سره هم د هغه ملاقاتونه كېږي۔ ده ووئيل چې د دې ځائ دوه نامتو تهېنګ ټې??ك سايشيا سوسائټي او كونسل فار فارن ريلېشنز سره به وزيراعظم ليدنه كوي او ورسره به د خيالاتو تبادله كوي۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان د امريكې د اووه ورځنې دورې بنيادي مقصد په مقبوضه كشمير كښې ?? هند د روانو ظلمونو نه نړۍ خبرول دي۔ ده ووئيل چې تركيه٬ مالېزيا او پاكستان په ګډه د اسلام فوبيا په زياتېدونكي رجحان يو درې اړخيزه غونډه كوي۔ ده ووئيل چې وزيراعظم به د احساس پروګرام په اړه خ??رې كوي ځكه چې د پوخ پرمختګ اهداف ترلاسه كولو لپاره احساس پروګرام ډېر مهم دے۔ د دې نه علاوه وزيراعظم به د موسمياتي بدلون په اړه هم خ??رې كوي۔ ده ووئيل چې وزيراعظم به د ماليې د نړۍ مهمو خلقو سره ملاقات كوي او د مني لانډرنګ په اړه به خپل نظر وړاندې كوي چې څنګه لويو هېوادونو ته د مني لانډرنګ د لارې پېسې ځي او د دريمې نړۍ هېوادونه غربت سره مخ كېږي۔ ده ووئيل چې د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ سره هم د وزيراعظم عمران خان ملاقات متوقع دے۔ ده ووئيل چې د سعودي باچا سلمان او ولي عهد محمد بن سلمان سره د وزيراعظم عمران خان مهم ملاقاتونه شوي دي٬ د مېنځني ختيځ په بدلېدونكي صورتحال خ??رې شوې دي چرته چې پاكستان دوي سره د يووالي څرګندونه كړې٬ نو ورسره ئې دا هم وئيلي دي چې بايد داسې پرېكړه په تندې كښې ونه كړې شي چې وسره د منطقې امن وځپلې شي۔