اسلام آباد ۔ 25 ستمبر (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د آزاد كشمير وز??را??ظم راجه ف??رو?? حېدر خان سره ټېلېفوني تماس ونيولو او ده سره ئې د آزاد كشمير په بېلو سيمو كښې د زلزلې دلاسه په شوي زيان د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د سېنېټ چيئرمېن د آزاد كشمير وز??را??ظم ته د هر ډول مرستې باور وركړو۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل اړوندې ادارې دې په سمدستي توګه ځپليو وګړو سره مرسته كولو له ګامونه پورته كړي۔ ده ووئيل د اولس خبرولو له دې م??لوماتي مركزونه او هېلپ لائن جوړ كړې شي او وفاقي او صوبائي حكومت دې آزاد كشمير سره په ګډه د مرستې هلو ځلو كښې برخه واخلي۔ د سېنېټ چيئرمېن د زلز??ې په نتيجه كښې د حق رسېدليو وګړو بخښنې او د ژوبل شويو زر روغتيا له دعا وكړه او غمجنيو كورنيو سره ئې غمرازي ښكاره كړه۔ دوهم چیئرمین سناتور سلیم مانډوی والا ، د حكومت ډلې م??ر سید شبلی فراز او د مخالفې ډلې م??ر سناتور راجه محمد ظفرالحق هم د زلزلې دلاسه په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه كولو سره ځپليو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړې ده۔