سيالكوټ 23 نومبر (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د تعليم يو ډول نظام د حكومت وړومبې ترجيح ده، يوازې تعليم انسان ته د هغه اصل ورپېژني، ډېرې پروژې د سياست نذر شي. هغې دا خبرې په مراكيوال كالج كښې يوې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې. د وزيراعظم د اطلاعاتو خاص مرستيالې ووئيل چې په پ??كس??ان كښې د ليك لوستې شرح د نورو هېوادونو په نسبت ډېره ټيټه ده، ??دارې د اولس وي او محافظ ئې هم اولس و??. د پ??كس??ان لوڼې به د قو?? پ??كس??ان بنياد ږدي، ټولې پ??كس??انې لوڼه د كشميري لوڼو اوګه په اوګه ولاړې دي، نن مونږ ته د هغو كشميري لوڼو سره د يووالي څرګندونه كول دي كومې چې د بدتره كرفيو په وجه سكول ته نه شي تللې. هغې ووئيل چې ډېر زر به د كشمير د آزادې لمر راوځي. د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل چې زه كوشش كوم چې داسې لائحه جوړه شي چې د كليوالو سيمو د خ??قو بنيادي ضروريات پوره كړې شي. هغې ووئيل چې وزيراعظم دوه څيزونو ته خاص پام كوي، رائټ جاب فار رائټ پرسن او بل د هېواد نه د كرپشن مكمل خاتمه كول دي. ټولې نوكرې د مېرټ په بنياد وركولې شي. د دستورې په پاې كښې د وزيراعظم مرستيالې په سكول كښې نويو بهرتي شويو ښوونكو ته د بهرتې اسناد وركړل.