نیویارك 13 ستمبر (اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 72مه كلنه غونډه د نړيوالې ادارې صدر دفتر نیویارك كښې پيل شوې كوم ته به چې د وزیراعظم شاهد خا??ان عباسی پشمول د ټولې نړۍ حكومتي مشران خطاب كوي۔ د عمومي اسمبلۍ صدر میرو سلے لاجیك د غونډې افتتاحی خطاب كښې ووئيل د ملګرو ملتونو د جوړولو مقصد د ټولې نړۍ وګړو خېر ښېګړې له كار كول دي۔ ده ووئيل كومو وګړو لپاره چې دا نړيواله اداره جوړه شوې وه او كومو وګړو ته چې د دې ادارې حاجت دې هغوي نن دلته نشته او نه هغوي په دې فورم په مذاكراتو او د مسئلو حل كښې نيغ په نيغه ګډون كوي خو د عمومي اسمبلۍ مقصد دا دې چې د هغوي غږ پورته كړې شي۔ وزیر اعظم شاهد خا??ان عباسی به دې غونډې ته په 21 ستمبر خطاب كوي او په خپل خطاب كښې به د امن او جنګ پھ ا??ه د خپل دريځ سپيناوې كوي۔ غونډې ته په خپل خطاب كښې د ملګرو ملتونو عمومي سيكتر انټونیو ګوټرېش ملګرو ملتونو كښې د مجوزه اصلاحات ذكر وكړو كوم سره چې نړيواله اداره لا قوي كيدې شي۔ ده ووئيل د ټولې نړۍ وګړي د بدل??ن غوښتنه كوي او غواړې چې حكومتونه په ښه ډول كار وكړي۔ده ووئيل مونږ په دې خبره متفق يو بايد ملګري ملتونه هم خپلې ذمه دارۍ ترسره كړي، او هم دغه د ملګرو ملتونو كښې د اصلاحات مقصد دې په كوم به چې د عمومي اسمبلۍ پھ روانه غونډه كښې غور كولې شي۔