اسلام آباد 14 ستمبر (اے پی پی) په كنټرول لائن د هندي عسكرو په ډزو او د وګړو په شهادت د هند دوهم هائي ??مش??ر د زيارت پھ ورځ خارجه دفتر ته را??بللې شوے ۔د خارجه دفتر لخوا جارې شوي بيان له مخې د خارجه وزارت ډائریکټر جنرل ډاکټر محمد فیصل د هند دوهم هائي ??مش??ر جے پی سنګھ خارجه دفتر ته رابللې او د مقبوضه کشمیر پھلکیا سیکټر كښې د هندي عسكرو د اړخه د جنګ بندۍ خلاف ورزیو او بلا اشتعال ډزو غندنه ئې كړې۔د هندي ډزو په نتيجه كښې د کاکړا اوسيدونكي ریشما بی بی او د دیوا?? كلي محمد ظهور شهید او 3 نور كسان ژوبل شوي دي ۔ هند د جنګ بندۍ پرله پسې خلاف ورزی کوي۔ هند 2017 كښې 700 څڅه زيات وارې د کنټرول لائن او وزیټنګ باؤنډری د جنګ بندۍ خلاف ورزی کړې ده چې پ?? نتيجه كښې ئې 32 بې ګناہ وګړي شهيدان شوي او 116 ژوبل شوي۔ ډائریکټر جنرل د هند په دوهم هائي کمشنر زور را??ړې چې هند دې د 2003ء د جنګ بندۍ په لوظنامه عملدرآمد کولو او د جنګ بندۍ د خلاف ورزی دې پېښې پ??ټنې كولو سره د هند عسكرو ته د جنګ بندۍ احترام کولو او په لائن آف کنټرول او ورکنګ باونډری امن په ځائې ساتلو له امر وكړي۔