اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) اېمنسټي انټرنېشنل خپل اوسني راپور كښې په بې ګناه كش??ير??انو د قابضو هندي ځواكونو لخوا د پېلټ ګنز په كارولو د بنديز غوښتنه كړ?? ده۔ د خارجه دفتر وياند نفيس زكريا د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال وئيلي دي هندي عسكر په بې ګناه كش??ير??انو پرله پسې ظلمونه كوي۔ ده ووئيل اېمنسټي انټرنېشنل د كش??ير??انو په ضد د پېلټ ګنز په كارولو د بنديز غوښتنه كړ?? چې پكښې ماشومان او د زده كوٶنكو پشمول ګڼ شمېر كش??ير?? وګړي د بينائې نه محروم شوې دي۔ خپل د 12 پانړو په راپور كښې اېمنسټي انټرنېشنل وئيلي دې د وسلوآغيز به تر راتلونكو څو كلونو محسوسولې شي۔ وياند ووئيل وزير خواجه آصف د چین ، ایران او ترکیې كاميابي دورې كړ?? دي٬ پاكستان سيمه ايز سياست او د سلامتيا په مسئلو خپل موقف په ښه ډول وړاندې كړ??۔د خارجه وزير د اوسنۍ دورې پېشرفت په تناظر كښې سيمه ايزو هېوادونو سره مشاورت او د تازه صورتحال د جاج اخستو په لړ كښې وه۔ ده ووئيل د دې دورو په مهال دپهټولو اړخو په يو شمېر نكاتو سلا راغلې لكه څنګه كښې په افغانستان كښې امن د سيمې ا??تح??ام لپاره مهم دے او د افغان مسئله هېڅ پوځي حل نه لري۔ ده ووئېل پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ډېر زيات كردار لوبولې او په ځاني او مالي توګه ئې ډېرې قربانۍ وركړې دي۔ وياند ووئيل د ټولو سلا راغلې چې په افغانستان كښې د ترهه ګرو ډلو موجودګي او ژالې سيمه ايزو هېوادونو لپاره خطر لرې او ترهه ګري يوه نړيواله مسئله ده كومې لپاره چې نړيواله مرسته پكار ده۔ په دې خبره هم ټينګار شوې چې ښه سيمه ايز امن لپاره د كشمير غوندې د شخړو هوارې ډېر مهم دے او په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ د سنجيده اندېښنو سبب او د غندنې جوګه ده۔ وياند ووئيل پاكستان د هندي ظلمونو زوروره غندنه كړ??٬ يوازې په دې ورستۍ مياشت كښې د طاقت د وخشيانه استعمال له امله په كولګام٬ سوپور، سرینګر او پلوامه سيكو كښې 9 كش??ير??ان شهيدان شوې او 74 ژوبل شوي دي ۔ وياند ووئيل په هند كښې اقليتونو سره ناروا سلوك د بشري حقونو پحقله د هند د سختې رويې ثبوت دے۔ د روهنګيا په مسلمانانو د ظلمونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل پاكستان د ميانمر د مسلمانانو د بشري خواخوږۍ له مخې د هر ډول معاونت كولو عزم لري