اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) امریکا كښې د پاكستان سفیر اعزاز احمد ??وه??ري د سي پېك په ضد ډنډورې رد كولو سره وئيلي دي چې سي پېك منصوبې سره به په منطقه كښې سوكالي راشي٬ دا چين او پاكستان لپاره د سوكالۍ ذريعه ده۔ د شورو په ورځ نجي ??ي وي چېنل سره خپله مركه كښې اعزاز احمد ??وه??ري ووئيل يو هېواد له دې منصوبې ته په بد نظر كتل پكار نه دي۔ ده ووئيل د پاكستان پحقله د امريكې شكونه لرې كولو مې هڅې كړې دي۔ ده ووئيل پاكستان او امريكې له په ګډه كار كول پكار دي۔ ده ووئيل د دوا??و هېوادونو ترمېنځه رابطې زياتېږي٬ امريكائي پلاوې د پاكستان دوره كوي او د پاكستان خارجه وزير په دې ورستيو كښې د امريكې كاميابه دوره كړې ده۔