اسلام آباد 25 دسمبر (اے پی پی) د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل وئيلي دي چې پاكستان د كلبهوشن يادېو كورودانې ??و مور سر?? د ملاقات لوظ پوره كړو٬ ملاقات خالص د انساني همدردې په بنياد شوے٬ كمانډر ياديو په پاكستان كښې د هندي ترهګرې اصل څېره ده٬ د هند د قونصلر رسنې په اړه پرېكړه به د هېواد مفاد او قانون په نظر كښې ساتلو سر?? كولې شي٬ د ياديو مور د پاكستاني حكومت٬ اولس او د خارجه دفتر مننه كړې۔ د ګل په ورځ د هندي جاسوس كلبهوشن كورودانې ??و مور سر?? په خارجه دفتر كښې د ملاقات كولو نه پس مېډيا ته په بريفنګ كښې د خارجه دفتر وياند وئيل چې هندي جاسوس٬ ترهګر او ورانكار د هند د نېوي حاضر سر??س آفيسر كلبهوشن يادېو ته په پاكستان كښې د جاسوسې٬ ترهګرې او ورانكارې په چارو كښې په ككړ كېدو د مرګ سزا اورول شوې۔ هندي جاسوس په عدالت كښې د مجسټرېټ په وړاندې په سندھ او په خاص توګه په بلوچستان كښې د ترهګرې د كارروائيو اعتراف كړے۔ د تحقيقاتو او مقدمې ترسره كېدو ??ه پس پاكستان خالص د انساني همدردې په توګه هند ته د ياديو كورودانې ??ره د ملاقات وړاندېز كړے خو هند ياديو سر?? د هغه د مور د ملاقات كولو خواست وكړو كوم چې پاكستان منظور كړو۔ د ياديو كورودانې ??و مور سر?? په اسلام آباد كښې د هند دوهم هائي كمشنر ے پي س??ګهـ هم و خو هغوي ته ياديو سر?? د خبرو كولو او د خبرو اورېدلو اجازه نه وه۔ د ملاقات په مهال هغه هندي جاسوس ليدلې شو۔ وياند ووئيل چې د ياديو كورودانې ??و مور ته د پاكستان د دورې كولو اجازه د اسلامي تعليماتو په رڼا كښې وركړې شوې۔ اسلام د امن دين دے او د صله رحمې درس وركوي۔ وياند ووئيل چې د هند په وېنا د كمانډر ياديو كارروائيو يو شمېر مېئندې د زامنو او لوڼو نه محروم كړے دے۔ ده ووئيل چې د دوهم هائي كمشنر موجودګي قونصلر رسنه نه وه٬ وياند ووئيل چې د يادويو كورودانه او مور بېرته مسقط ته ولېږل شول۔