اوسلو 16 فروری (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقی وزیر احسن اقبال وئيلي دي پاکستان څو كاله وړاندې د نړۍ تر ټولو خطرناك هېواد ګرځولې شو خو نن په اسياﺀ كښې تندۍ سره رامخې ته كيدونكو معیشتونو كښې شامل شوے٬هدفي وژنې ، لینډ مافیا او د قلنګ اخستو كلتور قېصې له مينځه تللې ۔ د ناورے خپلې يوې ورځنۍ دورې پھ مهال د پاکستان سفارت د اړخه په يوه دستوره كښې پاکستانی ??رورولۍ ته خطاب کښې ده ووئيل پاکستان د نړۍ په هغه وړومبو 5 معیشتونو كښې شامل شوې كومو چې د تيرو 5 كلونو په مهال تر ټولو لوړه شرح نمو ترلاسه كړې?? ده ووئيل اوسنې حکومت چې كله اقتدار كښې راغلو نو د هېواد اقتصادی شرح نمو3 فیصده وه، تير كال د هېواد اقتصادی شرح نمو5.3 فیصده ته رسيدلې دغسې د روان كال په مهال تر 6 فیصده رسيدو امکان دے۔ احسن اقبال ووئيل نېشنل ګرډ كښې 11 زره میګاواټ برېښنا شاملولو سره صنعتی شرح نمو زي??ته شوې، هېواد كښې د امن وضعه ښه شوې ?? ده ووئيل څو كاله وړاندې د کراچۍ کاروبار او د سرمایه کارۍ مرکزي حیثیت ختم شوې ؤ خو نن هدفي وژنې ، لینډ مافیا او د قلنګ اخستو كلتور ختم شوې?? ده ووئيل د 100 څخه زي??تې كارخانې بيا فعاليدو سر?? د ??راچۍ معیشت ښه شوې۔ دغسې ګڼو پرمختيائي پروژو پيل كولو سره د بلوچستان وضعه هم ښه شوې۔ وفاقی وزیر ووئيل سی پیك يو ګيم چینجر منصوبه ده كومه كښې چې د 46 اربه ډالره څخه زي??ته سرمايه كاري كېږي، د پرمختيائي وژن2025 ء په رڼا كښې به ټولې پروژې بشپړولې شي۔ د سمندر پورې غاړه پاکستانیانو د هېواد په معیشت كښې کردار رامخې ته كولو سره وفاقی وزیر ووئيل ترسیلات زر ه??واد لپاره زي??ت اهميت لري?? ده په ناروے كښې د مېشته پاکستانیانو د سرمایه کارۍ ډاډګيرنې سره په هغوي زور راوړو چې د پاکستان د سفیر په هيڅ خپل کردار ترسره كړي۔ دې څخه وړاندې وفاقی وزیر د ناروے خپل همڅنګ سلویا لیستوګ او اسټيټ سیکتر ه??لورسین سره ملاقات وكړو