اسلام آباد 04 مارچ (اے پی پی) د و??یراعظم د ميډيا چارو لپاره خاص مرستيال ډاکټر مصدق ملك وئيلي دې چې پاکستان د اوسني حکومت په 4 كلنه موده كښې پرمختګ كړې۔ د اتوار په ورځ يو نجی ټی وی چینل سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د 2013ء ټولټاكنو كښې کامیاب?? ترلاسه كولو نه پس اق??دار سنبھالولو سره پاکستان مسلم لیګ (ن) د هېواد معیشت استحکام، د ترهه ګرۍ او توان په بحران قابو موندلو له پشپړه كار كړې او په دې كښې تر ډير حد کامیابی هم ترلاسه شوې۔ده ووئيل د هېواد معېشت وخت سره سره ښه كېږي د كوم اعتراف چې په نړيواله شميره كښې هم كېږي دغسې د ترهه ګرۍ او توان په بحران هم قابو مون??لې شوې كومې چې اوسني حکومت مهمې کامیابۍ دي۔ ده ووئيل د پاکستان مسلم لیګ (ن) قائد محمد نواز شریف سره د اولس مينه څوك هم نه شي ختمولې ځكه چې اولس د خپل محبوب قائد سره د زړه نه مينه كوي۔