اسلام آباد 12 مارچ (اے پي پي) سناتور صادق سنجراني د مطلوبه شمېر نه په 11 زياتو ووټونة اخستو سره په لويې اكثريت د سېنېټ چيئرمېن ټاكلې شوې٬صادق سنجراني 57 او د مسلم ليګ(ن) او اتحادي ګوندونو كانديد راجه ظفرالحق 46 ووټونه ترلاسه كړې ٬ 103 غړو په ټاكنو كښې برخه واخسته۔سناتور اسحاق ډار په هېواد كښې د نشت والي له امله پھ سوګند پورته كولو او د چيئرمېن او دوهم چيئرمېن په ټاكنه كښې ګډون ونه كړې شو۔د سېنېټ غونډه د ګل په ورځ د سېنېټ په هال كښې د سردار يعقوب خان ناصر پ?? مشرۍ كښې د چيئرمېن او دوهم چيئرمېن ټاكنې لپاره وشوه۔ په ټاكنه كښې 103 غړو برخه واخسته او د دې نه پس پريزائيډنګ آفيسر اعلان وكړو چې د چيئرمېن ټاكنې لپار?? 103 رائے وركړی شوي ٬ صادق خا?? سنجراني 57 او راجه ظفرالحق 40 رائے ترلاسه كړې ۔پريزائيډنګ افسر د دې نه پس د نوي چيئرمېن څخه سوګند واخست او د دې نه پس د نوي چيئرمېن پ?? مشرۍ كښې د دوهم چيئرمېن ټاكنې لپاره غونډه پېل شوه