اسلام آباد 28 مارچ (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د پاکستان په ضد په نړيواله كچه سازشونه روان دي٬ دښمن په اړې ګړې راجوړولو سي پېك ناكامه كول غواړي۔۔ د شورو په ورځ نجي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل د مسلم ليګ (ن) واكمن ښه كار كوي خو په ښه كار كوٶنكي حكومت فشار اچولې كېږي۔ ده ووئيل مسلم ليګ (ن) چې كله د هېواد واك ترلاسه كړو نو د هېواد د معيشت د ديوال??ه كېدو خبرې روانې دي ٬ هر خواه ترهه ګري او انتها خوښي وه او په ورځ كښې د اتلس اتلس ساعتو لوډشېدنګ كېدو ٬ ده ووئېل كله پخواني وزیراعظم محمد نواز شریف واك ترلاسه كړو نو ??ه يوازې د هېواد د معيشت استحكام لپاره ئې پ?? زړه پورې ګامونه پورته كړل بلكې د ترهه ګرۍ او انتها خوښې لعنت خاتنې او د توان بحران لرې كولو لپاره ئې هم كوټلې ګامونه پورته كړل چې پ?? سوب ئې نن ??ه يوازې د هېواد امن ??حا?? شوې بلكې د ترهګرۍ هم خاتمه شوه او اولس د لوډشېډنګ نه هم خلاص شوې۔ د يوې پ??ښتنې پ?? ځواب كښې ده ووئيل د ټولټاكنو په مهال هدفي كاروائۍ نشو نظر انداز كولې٬ آيا زمونږ ګوند ټارګټ كول په ټاكنو د اثر انداز كېدو هڅه نه ده۔ د يوې پ??ښتنې پ?? ځواب ده ووئيل پخوانې اولس مشر جنرال (ر) پروېز مشرف ته هېواد ته په راستنېدو به امنيت وركولې شي ځكه چې عدالت ھغه ته د وړاندې كېدو امر كړې ۔ ده ووئيل مونږ عزم لرو چې د 5 كلنه كاركردګۍ په بنياد به ټول ټاكنو كښې اولس ته مخامخ كېږو او بريالي كېږو به۔