د لاهور په ماډل ټاؤن سيمه كښې د سترې محكمې جج ج??ټس اعجاز الاحسن په كور ډزې شوې دي۔ د پوليس ذريعو له ??خې د نامعلومو كسانو لخوا په كور دوه ځله ډزې شوې دي٬ د ډزو پېښې تېره شپه په 10 بجې 45 دقيقې او د اتوار په سهار په 9 بجې 45 دقيقې رامېنځ ته شوې دي۔ د پوليسو لخوا تر اوسه په بريد كښې ككړ كوم تن نه دې نيول شوے خو فرانزك ډلو دوه ځله د كور دوره كړې او شواهد ئې راغونډ كړي دي۔ د ابتدائي پلټنو له ??خې د شپې په وخت يوه ګولې په مركزي دروازه او د سهار په ډزو كښې يوه ګولې د كېچن په كړكي لګېدلې۔ ډزې په نائن اېم اېم طمانچه شوې دي۔ پوليس د سي سي ټي وي كېمرو د لارې د پېښې د ځائ جاج اخلي۔ د سترې محكمې لخوا جاري شوې اعلاميې له ??خې د پاكستان ستر قاضي ج??ټس ثاقب نثار د ج??ټس اعجازالاحسن كور ته لاړو او د صورتحال ئې په خپله نګراني وكړه۔ ستر قاضي د پنجاب آئي ج?? ےهم د ج??ټس اعجازالاحسن كور ته طلب كړو۔ له بلې خوا د پنجاب وزيراعلٰي شهباز شريف د پېښې نوټس اخستلو سره د پنجاب آئي ج?? څخه راپور طلب كړے او په سمدستي توګه د تورنو نيولو حكم ئې كړے۔