اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي اولس ته د صحت معياري او ارزانه خدمات ورك??لو لپاره د عزم پخلي سره وئيلې دي اوسني حكومت د تېرو 5 كالو په مهال د صحت پشمول بېلا بېلو څانګو كښې انقلابي اصلاحات معرفي كړي٬ د صحت آسانۍ وركول د رياست ذمه واري ده ٬ اوسني حكومت د صحت آسانۍ باوري ك??لو لپاره جدي اقدامات كړي دي ۔ د خبرې د شورو په ورځ نېشنل انسټي ټيوټ آف هېلت (اېن آئي اېچ) ښكلا پرانستې دستورې ته وزيراعطم خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د صحت وفاقي وزيره سائرہ افضل تارړ ،د صحت سېكتر او نور لوړ پوري چارواكي هم موجود وو۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل د محمد نواز شریف په مشرۍ كښې د مسلم لیګ (ن) حکومت د اولس د خدمت تږ لاره دوامداره ساتلې۔ ده ووئيل ګرد هېواد كښې د صحت يو ډول پاليسي نافذ كول د اهميت وړ ??ه ٬ د اتلسم بدلون نه پس د صحت څانګه صوبو ته منتقل شوې خو وفاقي حكومت د اولس صحت لپاره بهتره خدمات ورك??لو لپاره د شريكې رابطې او پاليسۍ جوړ??لو په اړه صوبو سره په بشپړه توګه معاونت كوي۔ ده ووئيل د اوسني حكومت لخوا د صحت په څانګه كښې انقلابي اقدامات به روان ساتلې شي ځكه چې اولس ته د صحت غوره آسانۍ ورك??لو ته مونږ پلم لرنه كوو۔ ده ووئيل د عام صحت بنيادي آسانۍ وركول د رياست ذمه واري ده ٬ اوسني حكومت د صحت آسانۍ باوري ك??لو لپاره جدي اقدامات كړي ۔ ده وفاقي وزيرې سائره افضل تارړ او د صحت سېكتر په نګرانۍ كښې د نېشنل انسټي ټيوټ اف هېلت لا ښكلا زيات??لو په اړه هغوي له مباركي وركړه۔ د دې نه وړاندې وفاقي وزيرې سائره افضل تارړ دستوره ته خپلې وېنا كښې ووئيل د تېرو پنځو كالو په مهال د صحت په څانګه مونږ د خپل منشور له مخې په زړه پورې كار كړے۔ دې ووئيل اېن آئي اېچ قامي اثاثه ده او دا ډېر صلاحيتونه لري٬ زه باور لرم چې مونږ به د كوټلې پرمختيائي اهدافو په ترلاسه ك??لو او د اولس په خدمت كښې به بريالي شو۔