اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې په پاكستان كښې غېر ملكي سرمايه كارو لپاره دوستانه ماحول او غوره قوانين معرفي كړې شوي دي كوم چې سرمايه كارو ??و پاكستان دواړو لپاره ګټور ثابتېدې شي٬ پاكستان او يونان د صنعت٬ تجارت او مواصلاتو په څ??نګو كښې د مرستې نوې لارې لټولې شي۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ د يونان موده ترسره كو??نك?? سفير دېمي ټرېوس زرئې ټس د خبرو په مهال وكړې۔ په دې موقع نور اعلٰي چارواكي هم موجود وو۔ اولس مشر ووئيل چې پاكستان يونان سره ډېرې ژورې دوه اړخيزه اړيكې لري ??و په دې لړ كښې موده ترسره كو??نك?? سفير ډېره خواري كړې ??و په دې هغه د مباركې حقدار دے۔ ده هيله څ??ګنده كړه چې د يونان صنعت كار٬ تجاران او سرمايه كار دې په پاكستان كښې د سرمايه كارې د موقعو نه زياته استفاده وكړي۔ موده ترسره كو??نك?? سفير دېمي ټرېوس زرئې ټس په ښه مېلمستيا كولو د اولس مشر ٬ حكومت او د اولس مننه وكړه او وې وئيل چې په پاكستان كښې د پاتې كېدو په مهال يادونه به د ده په ذهن كښې تل تازه وي۔