حسن ابدال 08 اګست (اے پي پي) لنډ مهاله وزیر??عظ?? جسټس (ر) ناصر الملك په زده كوٶنكو زور رواړې چې په مينه او خوارۍ سره زدكړو له هڅې روانې وساتي او اخلاقي زده كړو ته هم پام لرنه و??ړي ۔ د دې خيالاتو ??رګندونه ده د شورو په ورځ د الماماتر پرېزنټېشن کانوېنټ هائي سكول دورې په مهال خبرو كښې وكړه۔ ده و??ئيل زده كوونكي په ټولنه كښې په زړه پورې بدلون لپاره مهم كردار ترسره كوي۔ وزیر??عظ?? د خپل سكول وخت د كال 1957 نه تر 1963 د ابتدائي كلونو ذكر كولو سره و??ئيل زه د شپږو كالو په عمر كښې د يو بورډنګ زده كوٶنكي په تو??ه سكول كښې داخل شوې ووم۔ ده ډېر په اشتياق سره د تېر وخت ذكر كولو سره و??ئيل سسټر جيمز څوك چې د خپل سخت مزاجۍ په سوب ډېره نوميالۍ وه ما ته زما د صلاحيتونو په سوب ډبل پروموشن راكړو۔ ده و??ئيل د سوات د لرې پرتې سيمې سره د تعلق په سوب به زه په كال كښې يوازې دوه ځله خپلې مورنۍ سيمې ته تللم او كورنۍ سره به مې رابطه په مياشت كښې د خط د لارې كېدله۔ ده زده كوٶنكو ته و??ئيل كله چې تاسو سكول پرېږدۍ نو دا وخت به د خپل ژوند د پياوړي وخت په تو??ه يادوۍ۔ په دې موقع خپلو ستاذانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وزير??عظ?? ووئيل د سختۍ باوجو?? زه د خپلو استاذانو چا ته چې سسټرز وئيل كېدلې مونږ به ئې ډېر زيات احترام كولو۔ ده باور څرګند كړو چې اوسني استاذان به هم د ادارې اعلٰې معيار په ځائ وساتي كومه چې د ادارې پېژندګلې ده۔ په دې موقع د سكول پرنسپلې پروین برکت ووئيل زمونږ سكول لپاره دا د اعزاز خبره ده چې د خپل پخواني زده كوٶنكي څوك چې اوس د هېواد وزير??عظ?? دے هركلے كوي