اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي ??زي?? چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې متحده عرب امارات به په پاكستان كښې آئل ريفائنري جوړوي٬ د ابوظهبي ولي عهد شېخ محمد بن زېد النهيان د پاكستان دورې په مهال د آئل ريفائنري په صورت كښې په لويه سرماري كاري خبرو ته حتمي شكل وركړے شوے۔ د اتوار په ورځ خبريالانو سره په خبرو كښې وفاقي ??زي?? ووئيل چې متحده عرب اماراتو د وړاندې د ادئيګې د توازن په مسئله قابو موندلو لپاره پاكستان سره د درې اربه ډالرو مرستې اعلان كړے او پاكستان ته په موخر ادائيګې د تېل وركولو په لړ كښې خبرې روانې دي۔ ده ووئيل چې متحده عرب اماراتو په سخت وخت كښې د پاكستان مرسته كړې ځكه چې د متحده عرب اماراتو مشرتابه پاكستان خپل دوهم كور ګڼي۔ دواړه هېوادونه نزدې د ورورولې اړيكې لري۔ ده ووئيل چې د شېخ محمد بن زېد النهيان د پاكستان دورې سره به د ورورولې اړيكې لا قوي شي۔ وفاقي ??زي?? ووئيل چې د ??زي??اعظم عمران خان په بلكه د ولي عهد په توګه د شېخ محمد بن زېد النهيان دا وړومبې دوره وه۔ د دې څخه وړاندې ده په كال 2007م كښې د پاكستان دوره كړې وه۔ وفاقي ??زي?? ووئيل چې د درې مياشتو په مهال د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمېنځه دا دريم رابطه وه كومه چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ورورولې د اړيكې خاص اهميت په ډاګه كوي۔ د پېټروليم وفاقي ??زي?? غلام سرور خان اے پي پي سره په خپلو خبرو كښې ووئيل چې د ولي عهد د پاكستان دورې به ډېرې مثبتې نتيجې راوځي۔ د ??زي??اعظم د يو اے اي دورې په مهال د يو اے اي مشرتابه پاكستان سره د هر ډول ممكن?? مرستې باور وركړے و۔ ده ووئيل چې دواړو هېوادونو د تېل د موخر ادائيګې په معامله خبرې كړې دي۔ د ??زي??اعظم خاص مرستيا سيد ذوالفقار ??خاري ووئيل چې يو اے اي په مېنځني ختيځ كښې د پاكستان تر ټولو لوي تجارتي شراكتدار ??ے۔ په يو اے اي كښې د لكونو په شمېر پاكستانيان كار كوي۔ ده ووئيل چ?? پلاوو په كچه په مذاكراتو كښې د يو اے اي په زندانونو كښې د پاكستاني بنديانو په اړه په معامله هم غور شوے۔ ده ووئيل چې ولي عهد ته خواست شوے چې په معمولي جرائمو كښې ككړو پاكستاني بنديانو سره دې نرمي وكړې شي۔ ده ووئيل چې په دې لړ كښې به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د طريقه كار پرېكړه وشي۔