اسلام آباد 15 جنوري (اے پي پي) د پاکستان پیپلز ګوند شريك چيئر??ېن آصف علي زرداري ٬ د ګوند چيئر??ېن بلاول بهټو زرداري او د مخالفې ډلې نورو مشرانو سره قا??ي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف سره ليدلي دي ۔ په ??ې موقع د اے اېن پي پارلماني لارښود امیر حېدر خان هوتي ، د متحدہ مجلس عمل پارلماني لارښود مولانا اسعد الرحمن ، شاهد خاقان عباسي ،احسن اقبال، رانا تنویر حسېن ، خواجه سعد رفیق ، سید خورشید احمد شاہ ، سید نوید قمر او شېري رحمن سره سره د مخالفې ډلې ګوندونو نور مشران هم موجود وو۔ شهباز شریف د آصف عل?? زرداري د چیمبر په ??روازه هركلے وكړو۔ ذريعو له مخې په ??ونډه كښې پوځي عدالتونو ته د پراختيا وركولو ٬ هېواد كښې د احتساب روان عمل او د هېواد په مجموعي سياسي او اقتصادي وضعه او په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ غونډه كښې د مخالفې ډلې ټول ګوندونه دې خبره ته سلا شول چې پارلمان كښې به په قامي مسئلو د مشاورت د لارې عمل كولې شي