اسلام آباد ۔01 فروری(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني وئيلي دي حكومت كه په حج سبسډي وركړي نو دا به ښه خبره وي۔ بلخوا د پارلماني چارو وز??ر علي محمد خان وئيلي دي حكومت به حج څخه وړاندې د اسانۍ وركولو هڅه كوي۔ ده ووئيل ?? خزانې وز??ر هم دا خوښي څرګنده كړې چې سبسډي وركړې شي ولې حكومت ځينې مجبورۍ لري۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډې په مهال د پارلماني چارو وز??ر علي محمد خان د سناتور مشتاق احمد خان د پام راګرځونې نوټس په ځواب كښې ووئيل مونږ د مدينې رياست خبره كړې او مونږ په دې وياړ لرو۔ د مدينې په رياست كښې ريښتيا وئيلې كېږي۔ انصاف كېږي۔ ده ووئېل په حج سبسډي وركول د خزانې وز??ر هم غوښتله او اوس مونږ هڅه كوو چې ريليف وركړې شي ولې ځينې وجوهات داسې دي په كومو چې زه رڼا اچول غواړم۔ ده ووئېل په كال 2017ء او 2018ء كښې حج پالېسي جوړه شوه۔ ، 70 فیصد خرڅونه سعودی حکومت له وركول وي۔ هغه زمونږ په اختيار كښې نه دي۔ د روپۍ په مقابل كښې د سعودي ريال بيعه زياته شوې۔دهووئېل سعودی عربستان به 94 زره 185 د استوګنې په مد كښې اخلي ۔ سعودي عربستان كښې حج لپاره چې كومې ادائيګۍ كول دي هغه زياتې كړې شوي چې لامله ئې د حج خرڅونه زيات شوي ۔ ده ووئيل ??کومت حج څخه وړاندې د ريليف وركولو هڅه كوي۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل ?? خزانې وز??ر كه په حج سبسډي وركړي نو دا به ښه خبره وي۔ دې څخه وړاندې د پام راګرځونې په نوټس سناتور مشتاق احمد خان ووئيل ?? حاجيانو د شمېرې په لحاظ پاكستان په ټوله نړۍ كښې په دوهم لمبر دے ولې تېر كال حج او عمرې لپا??ه 14 لكه 79 زره 210 كسان لاړل۔ دا شمېره په ټوله نړۍ كښې تر ټولو زياته ده۔ ده ووئېل حكومت بايد حج لپاره آسانۍ او سبسډي وركړي۔ د حج مجموعي مصرف 4 لكه 56 زره جوړېږي۔ دغسې د روان كال په مهال د حج مجموعي مصرف 4 لكه 56 زره روپۍ دے ۔ په دې حساب د روان كال په مهال مصرف 176 زره روپې زيات شوې ٬ ده ووئيل ?? دستور ترمخه حج لپاره آسانۍ او رعايت وركول د حكومت فرض دے۔ د مذهبي چارو وزارت او اسلامي نظرياتي كونسل په حج د سبسډي وركولو سپارښتنه كړې وه۔ د مذهبي چارو پخواني وز??ر په ډېر زړه پورې ډول وزارت چلولې۔ ده ووئيل ?? حج مصرف بايد زيات نه كړې شي