اسلام آباد 23 مئي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرِمختګ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختیار وئيلي دې موجوده حكومت د معيشت استحكام لپاره اقدامات كوي٬ دا د موجوده حكومت وړومبنۍ پي اېس ډي پي ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د كلنې منصوبه بندۍ رابطه كمېټۍ (اے پي سي سي) غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې ۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو ٬ د صوبو نمائندګانو٬ وفاقي سېكترانو او د ټولو ډويژنونو لوړو پورو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د منصوبه بندۍ وزارت لخوا ظفر الحسن د اوسني مالي ??ال په معاشي كاركردګۍ ګډون كوٶنكو ته بريفنګ ورك??ٶ او د راتلونكي مالي ??ال معاشي هدفونه ئې وړاندې كړل۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې خسرو بختیار ووئيل د سختو مالي ستونزو باوجود د راتلونكي مالي ??ال په پي اېس ډي پي كښې ځينې نوو او مهمو سېكټرو لپاره روپۍ ب??لې كړې شوې چې پكښې كلين ګرين پاكستان ٬ موسمياتي بدلون٬ نالج اكانومي ٬ د بشري وسائلو پرمختګ٬ زرعي پرمختګ او سيمه ايز مساوي پرمختيائي پروګرامونه شامل دي۔ په دې موقع د پلاننګ سېكتر ووئيل د راتلونكي مالي ??ال د پي اېس ډي پي په جوړولو كښې د ټولو شراكت دارو سره مشاورت كړې دې